اندونیزیایان پېشلمی  څه ډول کوي؟

اندونیزیایان پېشلمی  څه ډول کوي؟
۲۲ ثور ۱۳۹۸ 333 0 نظر سرخط

په روژه کې پېشلمي ته له خواږه خوب راپورته کېدل ډېر سخت وي، خو د اندونیزیا په ځینو ښارونو کې حکومت د خلکو د بیدارولو لپاره جیټ الوتکې هوا ته پورته کوي.

نړیوالې رسنۍ وايي، د اوندونیزیا حکومت د پلازمېنې جاکارټا په ګډون په ځینو ښارونو د پېشلمي، چرګ‌بانګي یا سحري په وخت هوا ته جيټ الوتکې پورته کوي چې د غږ په وسېله یې خلک را ويښ شي.

د دې هېواد هوايي ځواک په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د روژې په مبارکه میاشت کې يې هوايي پوځ پرېکړه وکړه چې پیلوټان به د تمرین او روزنې وخت د پېشلمي مهال ته تغیروي، څو د دوی د تمرین تر څنګ خلک چرګ‌بانګي ته پورته شي.

یاده دې وي چې یو وخت په کابل کې هم د توپ ډز په وسېله خلک پېشلمي ته ښاریان راپورته کېدل چې په کابل لا هم د هغه غونډۍ او توپ شته دي.

په نورو ځایونو کې هم خلک پېشلمي ته د راپورته کېدو لپاره د خلکو دروازې ټکوي، ډول ډنګوي، د مسجد په لاوډسپیکر کې غږ کوي او یا له نورو لارو چارو کار اخلي چې خلک ویده پاتې نه‌شي.

د «اله‌دین» فلم پاکستان کې وړاندې کېږي

May 22, 2019 29

د هالیووډ «اله‌دین» فلم چې د ایډوینچر په ژانر جوړ شوی، مسوولینو یې پرېکړه کړې چې په پاکستان کې به يې هم پر سېنماوو نندارې ته وړاندې کړي.

په فرانسه کې پسونه ښوونځي ته ځي

May 22, 2019 29

د فرانسې په یوې ليرې پرته سیمه کې د زده‌کوونکیو د کموالي له کبله نږدې و یو ښوونځي بند شي، خو د زده‌کوونکیو والدینو او مسوولینو د ښوونځي بندېدو لپاره ډېر جالب فکر وکړ.

د اجي دیوګن د فلم پيل خوندور نه‌ ‌و

May 21, 2019 29

د هندي سېنما وتلیو او نامتو ممثلانو اجي دیوګن، راکول پریت او تبو فلم «دې دې پیار دې» ښه پیل نه‌ لاره، ځکه په دوه ورځو کې یې یوازې ۲۳٫۸ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې