وزارت لا په خبرو بوخت دی؛ مجرمانو د کابلیانو وینې وڅښلې

وزارت لا په خبرو بوخت دی؛ مجرمانو د کابلیانو وینې وڅښلې
۲۲ ثور ۱۳۹۸ 203 0 نظر سرخط

کابل ښار، که له یوې خوا د ترهګرو د لويو چاودنو او بریدونو ښکار ګرځي، بل ‌خوا د جنايي جرمونو مرکز بلل کېږي او هره ورځ پکې لسګونه پېښې کېږي چې د خلکو ژوند یې پرې تریخ کړی دی.

د راپورونو له مخې، په کابل ښار کې په جنايي جرمونو تورن ۱۵ سوه کسان پېژندل شوي چې د ۲۰ بانفوذه او معززو کسانو له لوري یې چې دولتي او نادولتي دي، ملاتړ کېږي.

دغه راز دغه شمېر مجرمان ۲۸ اته ویشت زره میله ناقانونه وسلې لري چې په ښار کې پرې جنایي جرمونه، غلاوې، اختطاف، قتلونه او... کوي او له عامو خلکو او ان سوداګرو  باج اخلي.

څو میاشتې وړاندې کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه د لسګونو مجرمانو نوملړ خپور کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د دغو کسانو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي. دې وزارت په‌ دې تړاو ګڼ‌شمېر کسان و هم نیول.

هاغه مهال وزارت د مجرمانو پر وړاندې په اقدام او په کابل ښار کې د جرمونو د مخنیوي په برخه کې جدي ښکارېده او همدا لامل و چې په لنډه موده کې د جرمونو کچه را ټیټه شوه.

اوس چې په کابل کې د جرمونو کچه ډېره شوې او پر خلکو یې ژوند تریخ کړی، د کورنیو چارو وزارت وايي، د جرمونو د مخنیوي لپاره یې خپله کړنلاره بدله کړې او په ‌دې سره به د جرمونو کچه را ټیټه او په ښار کې به د مجرمانو د ازاد تګ‌ راتګ مخه ونیول شي.

د دغه وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي پرون «په کابل ښار کې د جرمونو د وضعیت تحلیل» په نوم جوړ شوي دوه ورځني ورکشاپ کې وویل، په ‌دې کړنلاره کې مجرمان او د جرمونو منظمې شبکې پېژندل کېږي او د دوی تر منځ اړیکه تر څار لاندې نیول کېږي او له مخې یې په تېرو څو اوونیو کې په کابل ښار کې ۲۱ مجرمان نیولي دي.

خو یو شمېر کابل ښاریان په کابل ښار کې د جنايي جرمونو له ډېروالي سر ټکوي او وايي، د انسان وژونکیو، تښتوونکیو، وسله‌والو غلو او لوټمارانو پرې ژوند سخت کړی او د دوی له لاسه د شپې څه چې د ورځې هم پر سړکونو، کوڅو او ان کورونو کې د خوندیتوب احساس نه کوي.

د دوی په وینا، کابل ښار د مجرمانو پر خوندي مرکز بدل شوی او هره ورځ پکې د قتل، انسان تښتونې او غلاوو لسګونه پېښې کېږي، خو امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی سیدعلي همتي وايي، امنیتي ادارې د جرمونو د مخنیوي او د مجرمانو د نیولو په اړه قوي اراده نه ‌لري او که وغواړي، په لنډ وخت کې یې مخه نیولای شي.

دی زیاتوي، په امنیتي ادارو کې ځینې چارواکي له مجرمانو سره لاس لري او ان په غلاوو، انسان‌ تښتونو او قتلونو کې ورسره شریکان دي چې په وینا یې، له همدې لارې د عاید ډېره برخه دوی ته هم رسېږي او همدا لامل دی چې پر وړاندې یې جدي اقدام نه کوي.

بل ‌خوا مدني فعال حامد مل ټینګار کوي چې امنیتي ادارې دې د کړنلارو پر جوړولو پر ځای، د جرمونو د مخنیوي او د مجرمانو د نیولو او ان وژلو برخه کې قوي اراده خپله کړي.

د ده په وینا، تر هغې چې له مجرمانو او د هغوی له ملاتړو د کابل پاکولو لپاره په امنیتي ادارو کې قوي اراده پیدا نه‌شې او پر وړاندې یې جدي اقدام و نه ‌کړي، مجرمان به د کابل ښاریانو وينې همداسې زبېښي او له لاسه به یې ارام ژوند و نه‌ کړي.

دوی له حکومته، په تېره بيا له امنیتي ادارو غواړي چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو مخه ونیسي او کابلیان له دغو ځناورو او لوټمارانو بې‌غمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ناپېژندو وسله‌والو وړمه ورځ د کابل په اتمه ناحیه کې په رڼا ورځ یوه پخوانۍ ژورناليسټه او د ولسي جرګې کارکوونکې مینه منګل په ډزو شهیده کړه او مجرمان یې وتښتېدل.

 

ورک برخليک؛ د سولې په تمه ځان له ټاکنو ايستل په کار دي؟

Aug 06, 2019 29

که څه هم له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې او اوس یې اتم پړاو خبرې هم په دوحه کې روانې دي، خو لا هم دواړې خواوې [...]

ټاکنې سړې دي؛ نوماندان د ډګر لوبولو پر ځای کور ناست دي

Aug 04, 2019 29

که څه هم نن د ولسمشري نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو اتمه ورځ ده، خو لا هم د دغو سیالیو ډګر کم‌رنګه دی.

د ټاکنيزو منډو ترړو پيل؛ نوماندانو پر لومړۍ ورځ پر يو بل د ژبې پرهارونه جوړ کړل

Jul 29, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې پرون، د زمري میاشتې په شپږمه د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې او شپېته ورځې به دوام وکړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې