خلیلزاد د سولې د بېړۍ کپټان

خلیلزاد د سولې د بېړۍ کپټان
۲۲ ثور ۱۳۹۸ 186 0 نظر سرخط

نهه میاشتې وړاندې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو او له طالبانو سره له شپږ پړاوه خبرو وروسته لا هم افغانانو ته د سولې په نوم د پیل شوې لوبې انځور نه تر سترګو کېږي. لا هم په افغانستان کې خلک نه پوهېږي چې خلیلزاد دغه ویجاړه بېړۍ کوم ساحل ته روانه کړې. ډېرو عادي او په پېچليو سیاستونو نا خبره افغانانو تمه درلوده چې امریکايان به په څو میاشتو کې د افغانستان د څلور لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکايي سرمرکچي په حيث د زلمي خلیلزاد ټاکلو ته ډېرو په کور دننه خوښ وو او تمه یې دا وه چې د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره به له طالبانو سره رڼې او روښانه خبرې وکړي، خو ښکاري چې خبره ګلمرجاني ده او ډېر جزییات د افغان چارواکيو په خبره همدې افغاني الاصله له دوی پټ ساتلي دي. سره له دې چې دی هر ځل له خبرو مخکې او یا وروسته د کابل دروازه ټکولې او ظاهراً یې ولسمشر اشرف غني سره د هغه په وینا د خبرو سر غوټه کړی، خو ښکاري چې په خورجین کې یې دوحې ته د واشنګټن حلوا ور بار کړې چې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار څه موده وړاندې په خورا تنده ژبه چې د ډېرو په باور د ولسمشر غني نظر وویل چې په واشنګټن کې په زل مشهور له دوی اصلي کیسه پټه کړې او له طالبانو سره یې د سولې په نوم بله لوبه روانه کړې. سره له دې چې دغه اعتراض په واشنګټن کې د بم په څېر وغمېده، خو ښکاري چې روانې لوبې ورسره ډېر بدلون و نه موند او دا کیسه تر هغه ډېره پراخه ښکاري چې په افغانستان کې یې د ولسمشر غني، حامد کرزي او په دوحه کې د ملا برادر په ګډون ډېر فکر کوي.

د امریکايي سرمرکچي له پرله‌پسې څرګندونو ښکاري چې دوی یوه بل نړیوال ماموریت ته چې فکر کېږي له ایران سره د دالو چیچل دي له افغانستانه د ژر ځان خلاصولو هڅې کوي. خلیلزاد په خپل وروستي ټویټ کې په ګیله‌من ډول دا خبره څرګنده کړې چې د سولې لوبه پر سم لوري خو په کراره روانه ده. د پړې ګوته یې هم طالبانو ته نیولې چې ګنې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې په لسګونو ککرۍ خاورې کېږي او دوی د تمې هغومره پرمختګ ته زړه نه ښه کوي. هغه میاشت وړاندې په کابل کې همدا نیوکه پر افغان حکومت هم وکړه چې ګنې د سولې د مرکچي پلاوي په ټاکنوکې یې څو میاشتې ځنډ کړی، خو له طالبانو سره د هغه د ۹ میاشتنیو خبرو جزییاتو ته په کتو سره ډېرو ځیرکو افغانانو سره د هغه د خپل ماموریت د پایلو په اړه هم پوښتنې موجودي دي چې د پردې تر شا روانو خبرو کې د افغانستان ملت په کومه برخه کې ځای لري.

په دې توګه د کابل او واشنګټن تر منځ اتلس کلنه سټراټېژیکه ملګرتیا یوه نوي پړاو ته ور دننه شوې چې د ۱۹۹۰مې لسیزې په څېر به دا ځل د سیمې د هېوادونو په څېر امریکا هم د یوه ځواکمن مرکزي دولت پر ځای له مختلفو ډلو سره راکړه ورکړه غواړي. په داسې حال کې چې کابل او واشنګټن په وروستیو ۲ لسیزو کې ډېرې لوړې ژورې درلودې، خو داسې ښکاري چې د ۲۰۰۹ او لسو کلونو په څېر یو ځل بیا د واشنګټن او کابل تر منځ خپلمنځي باور له منځه تللی چې اصلي زیان یې افغانستان او د دغه هېواد خلکو ته رسېږي، چې تل د لویو قدرتونو د لوبو قرباني شوي او سیاستوال نه دې توانېدلي چې په دغه ډول پېچلو حالاتو کې خپل هېواد او خلک له طوفانونو بچ کړي.

امریکا د افغانستان د سولې د هڅو په بهیر کې هڅې کوي چې له یوې خوا د افغان ولس او حکومت تر منځ پر یوه او بل باور له منځه یوسي او خپل حکومت ورته د ولس د ارمانونو مخالف او امریکا یې پلوي معرفي کړي.

 واشنګټن خپلې پیل کړې لوبې ته د سولې په نوم ذهنونه اماده کوي او داسې ښيي چې تر ولسمشر غني او حکومته یې سور سري امریکایان ډېر سوله‌خوښي او د افغانانو خیر غوښتونکي دي، خو دا بېچاره ولس په دې نه پوهېږي چې که امریکا په رښتیا د سولې لېواله وای؛ نو ولې یې ۱۸ کاله وړاندې د افغانانو په خاوره خپل بمبار پیل او هر څه یې په زورختمونکي بلل؟ مالومه ده چې د نړۍ دغه ستر ځواک د خپلو ګټو لپاره هر ډول لوبه ډیزاینولای شي، خو هوښیارو ملتونو لکه مصر، ټونس، پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونو او تر اوسه ایران په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د امریکا له طرحه شویو شومو پلانونو ځانونه په یوه ډول بچ کړي او د افغانستان، عراق، سوریې، یمن او لېبیا په څېر ځینو نورو پکې ځانونه تباه کړل.

اوس امریکا د سولې په نوم د افغانستان سورۍ سورۍ بېړۍ په څپڅپانده سمندر کې پر داسې لوري روانه کړې چې نه یې افغانان د راتلونکي اټکل کولای شي او نه یې سیاستوال د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کولای شي. له طالبانو هم لار ورکه ده چې څه کوي او پر کومه ځي، خو د امریکایانو له خوا هغه ترسیم شوي تصویر ته یې د خپلو خلکو په سرونو نڅا پیل کړې چې د افغانستان د واک ور سپارلو لپاره کښل شوی.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې