په پکتیکا کې د فساد بانډ؛ دریو ارګانونو د خلکو لوټلو ته لاس یو کړی

په پکتیکا کې د فساد بانډ؛ دریو ارګانونو د خلکو لوټلو ته لاس یو کړی
۲۱ ثور ۱۳۹۸ 1480 0 نظر سرخط

سرخط ته رسېدلي سندونه ښيي چې د پکتیکا ولایت په سیمه‌‌یزه اداره کې یو شمېر مسوولانو د خلکو لوټلو لپاره بانډ جوړ کړی او د خلکو د قانوني کارونو په اړه د اجراتو په بدل کې ترې پیسې اخلي.

له دغو سندونو ښکاري چې د پکتیکا د عدلیې ریاست او د ځمکو ادارې د دولتي ځمکو پر سر سوداګري کوي او هر چا چې ډېرې پیسې ورکړې، هغه ته یې سپاري.

په همدې حال کې د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په عدلي، قضايي، امنیتي او ځینو نورو ادارو کې د پراخ فساد له امله يې قانوني کارونه نه خلاصېږي، د قانوني کارونو د خلاصولو پر مهال په یو او بل نوم ترې پیسې اخيستل کېږي، تر هغې چې د خپل قانوني کار خلاصولو په بدل کې پیسې ور نه ‌کړي، کلونه کلونه يې چارې ځنډول کېږي.

د دوی په وینا، په دغو ادارو کې د پراخ فساد له امله اړ کېږي چې وسله‌والو طالبانو ته مراجعه وکړي چې په وینا یې، له بارانه د خلاصون له کبله یې تر ناوې لاندې شپه کېږي او طالبان هم له دې لارې ډېر عاید ترلاسه کوي.

د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په دولتي ادارو کې فساد د ځنځیر بڼه غوره کړې چې د فساد د بانډ غړي د یو بل په همکاري له خلکو پیسې اخلي او بیا یې په خپلو کې سره وېشي.

د دوی په خبره، د پکتیکا ولایت مستوفیت، د ځمکو ادارې او عدليې ریاست د خلکو د لوټلو لپاره لاس یو کړی او په ګډې همکاري په بېلابېلو نومونو له خلکو پیسې اخلي او د پیسو په بدل کې د خلکو قانوني کارونه خلاصوي.

د پکتیکا ولایت د یوسفخېلو ولسوالي اوسېدونکی بازمحمد وايي، په ۱۳۴۵ کال کې د حضرت محمدظاهر شاه د واکمني پر مهال په ټول هېواد کې دولتي ځمکې خلکو ته په اجاره ورکول کېدې او خلکو کولای شول چې دولت ته د یوې اندازه ماليې په ورکولو سره دغه ځمکې ابادې او ګټه ترې واخلي.

دی وايي، ده هم هغه مهال له دولته ځمکه په اجاره اخیستې، ټول سندونه يې لري، خو اوس بل چا پرې دعوه کړې او د عدلیې ریاست  د دې پر ځای چې حق خپل حق یې ورته وسپاري، د پیسو په بدل کې د ده ځمکه بل چا ته ورکړې ده.

بازمحمد وايي، د عدليې ریاست د حقوقو مدیر شمس‌الدین پر دولتي ځمکو سوداګري کوي او هر څوک چې ډېرې پیسې ورکړي، ناقانونه پر هماغو ځمکې وېشي.

د پکتیکا د مرکز ښرنې یو بل اوسېدونکی خان‌ محمد وايي، که څه هم د خپلې ځمکې له ټولو قانوني سندونو سره یې عدليې ریاست ته ورغلی، خو د دغه ریاست د حقوقو مدیر شمس‌الدین یې ځمکه بل چا ته ورکړې او په بدل کې یې له هغه ۱۶ زره متره مربع ځمکه اخيستې چې بیه یې شاوخوا ۳ میلیونه پاکستانۍ کلدارې کېږي.

د هغه په وینا، موږ اوس د خپلو قانوني کارونو لپاره امنیتي، قضايي او عدلي ادارو ته مراجعه نه شو کولای، ځکه په وینا یې په دغو ادارو کې مسوول چارواکي د دوی د قانوني کارونو خلاصولو پر مهال پیسو ته لار جوړوي او تر هغې چې خلک و نه لوټي، کارونه يې  نه اجرا کوي.

بل خوا د مرکز ښرنې یو بل اوسېدونکی چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي سرخط ته وویل، د مرکز ښرنې د سیمه‌يزو پولیسو قومندان لعل‌ خان له ټولو خلکو چې خپل کورونه او نورې ودانۍ جوړوي، پر خپل سر پیسې اخلي، خو که څوک یې ور نه ‌کړي، په یو او بل نوم يې وهي، بندي کوي یې او ډېر نور خنډونه ورته جوړوي.

د پکتیکا اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت په امنیتي، عدلي او قضايي ادارو کې د دا ډول پراخ فساد او په یو او بل نوم له عامو خلکو د پیسو اخیستو خلک اړ کړي چې طالبانو ته مراجعه وکړي، خو په وینا یې، هغوی هم پرې صرفه نه کوي او څنګه یې چې زړه وي، په بېلابېلو بهانو خلک لوټي او پیسې ترې اخلي.

موږ وغوښتل چې په ‌دې اړه د پکتیکا د عدلیې ریاست د حقوقو د مدیر شمس‌ الدین نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره د هغه د نظر په اخيستو و نه توانېدو.

خو د پکتیکا د امنيې قومنداني ویاند شاه‌محمد ارین وايي، دا چې قومندان لعل‌ خان له خلکو باج اخلي، تر اوسه یې په اړه ورته چا شکایت او رسمي عریضه نه ‌ده کړې، خو که څوک په‌ دې اړه ورته مراجعه وکړي، هرومرو به له هغه سره قانوني چلند وکړي.

دغه راز وموغوښتل چې د پکتیکا په سیمه‌یزو ادارو کې د شته فساد او د خلکو لوټلو په اړه د دغه ولایت د مقام نظر هم ولرو، خو د پکتیکا والي مجیب‌ الرحمان څمکني په‌ دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتیکا په ولایتي ادارو کې د مسوولانو او کارکوونکیو د فساد او ناکارې په اړه د شکایتونو تر څنګ، په دغه ولایت کې د مافیايي کړیو د فعالیت په اړه اندېښنې ښودل شوې وې.

ورک برخليک؛ د سولې په تمه ځان له ټاکنو ايستل په کار دي؟

Aug 06, 2019 29

که څه هم له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې او اوس یې اتم پړاو خبرې هم په دوحه کې روانې دي، خو لا هم دواړې خواوې [...]

ټاکنې سړې دي؛ نوماندان د ډګر لوبولو پر ځای کور ناست دي

Aug 04, 2019 29

که څه هم نن د ولسمشري نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو اتمه ورځ ده، خو لا هم د دغو سیالیو ډګر کم‌رنګه دی.

د ټاکنيزو منډو ترړو پيل؛ نوماندانو پر لومړۍ ورځ پر يو بل د ژبې پرهارونه جوړ کړل

Jul 29, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې پرون، د زمري میاشتې په شپږمه د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې او شپېته ورځې به دوام وکړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې