امیتابهـ بچن؛ روژه مينه او امن دی

امیتابهـ بچن؛ روژه مينه او امن دی
۱۷ ثور ۱۳۹۸ 368 0 نظر سرخط

امیتابهـ بچن؛ روژه مينه او امن دی

د بالیووډ ځینو ممثلانو تر څنګ د دې سېنما مهشور ستوري امتابهـ بچن او مشهور اداکار او ډاريکټر رشي کپور د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د روژې مبارکې میاشتې په راسېدو ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې ده.

د هندي سېنما وتلی ستوری امتابهـ بچن چې د بالیووډ په شهنشاه هم مشهور دی، د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت یې په خپل پیغام کې ویلي، د روژې مانا مینه، امن او د یو بل پېژندل دي.

دی هر کال د روژې په رارسېدو سره مسلمانانو ته د دې میاشتې مبارکي وايي او د هغه تر څنګ یو بل وتلی اداکار او ډاريکټر رشي کپور په خپل پیغام کې ټول مسلمانان خپل وروڼه یاد کړي او د دې میاشتې مبارکي یې ورته ویلې ده.

سياست تر سېنما هم را ورسېد

Aug 18, 2019 29

هر کله چې د هندوستان او پاکستان تر منځ سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې خرابې شي، نه یوازې د دې هېواد د سیاسیتوالو او چاواکیو تر منځ لفظي شخړې کېږي، بلکې د دواړو هېوادونو د [...]

د سيندونو سندرغاړي

Aug 18, 2019 29

د خزنده‌ګانو سندرې به مو اورېدلې وي چې په ګډه لګیا وي، د چڼچڼو د خېلونو سمندرې به مو هم اورېدلې وي، خو اوس په لومړي ځل مالومه شوه چې کبان يو ځای را ټولېږي او مېله جوړوي.

عاطف اسلم ولې بې‌تفاوته دی؟

Aug 07, 2019 29

له هغه وروسته چې په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو مرګونی برید وشو، دې پېښې نه یوازې د دواړو هېوادونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو اغېزه وکړه، بلکې د سېنما لوبغاړي یې هم اغېزمن کړل.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې