خلکو مو دماغ ته هم لاره وکړه

خلکو مو دماغ ته هم لاره وکړه
۱۷ ثور ۱۳۹۸ 99 0 نظر سرخط

خلکو مو دماغ ته هم لاره وکړه

په امریکا کې انجینیرانو داسې اله جوړه کړې چې په غوږ کې ځای پر ځای کېږي او له همدې لارې له دماغو غوږ پورې او له غوږه تر دماغو پورې د اعصابو سګنل مطالعه کوي.

د هیرایبل یا د اورېدو وړ په نوم د دې الې ازمويښت د سټېنفورډ پوهنتون ماهرینو وکړ چې د انسان په غوږ کې لکه د یو‌اېس‌بي د پورټ په څېر لګول کېږي.

دا اله د هغو کسانو لپاره هم ډېره ګټوره تمامېدای شي چې په غوږونو درانده دي، سم غږ نه اوري او یا له ډېر شور ماشوره کړېږي.

د سټېنفورډ پوهنتون لابراتوار انجینیر او د نیوروساینس ماهر پوپي کرم او د هغه ملګري په دې ټینګار کوي چې نور د ټکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا او حیاتي غړیو تر منځ ډېر توپیر نه ‌ليدل کېږي، ځکه په وینا یې د ځيرکې ټکنالوژي په برخه کې ډېر چټک پر مختګ روان دی.

هغه زیاتوي، دا اله له هغه کسانو سره هم مرسته کوي چې دماغي ستونزه ولري، ځکه دا اله په ډېره اسانه سره د هغوی دماغ کنټرولوي او زیاتوي، ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کې دا اله بېخي عامه شي.

په اسمان کې لار

Aug 07, 2019 29

تاسې به له سرخط ورځپاڼې د نورو سیارو او اسمان‌لاره یا مېلکي وې په اړه ډېر مالومات اورېدلي وي، خو نن درته داسې انځور در ښايو چې د اسمان‌لار اصلي نقشه په ګوته کوي.

بشپړ ښیښه‌يي موبایل

Aug 05, 2019 29

د ځیرکو موبایلونو مشهورې نړیوالې کمپنۍ په خپل منځ کې سیالې کوي چې یو بل پسې داسې تولید بازار ته وړاندې کړي چې د ټولو توجه ځان ته جلب کړي.

ټکنالوژي مو خوبونه رښتيا کوي

Jul 31, 2019 29

زموږ نیکونو چې سل کاله وړاندې خوبونه لیدلې وو هغه نن په رښتیا کېدو دي، خو د ټکنالوژي په پرمختګ سره دا هر څه په ډېرې چټکي سره مخ ته روان دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې