طالبان په سرپل کې له لومړنیو پورته زده‌کړو ته نجونې نه پرېږدي

طالبان په سرپل کې له لومړنیو پورته زده‌کړو ته نجونې نه پرېږدي
۱۶ ثور ۱۳۹۸ 71 0 نظر سرخط

د سرپل د پوهنې رییس احمدخان وايي، د سږني ښوونیز کال له پیل راهیسې سلګونه هغه نجونې ښونځیو ته له تګه منع شوي چې له لومړنۍ دورې یا شپږم ټولګي پورته زده‌کړې کوي.

هغه زیاتوي، په ځینو محدودو سیمو کې طالبانو د قومي مشرانو په منځګړتوب نجونو ته تر اووم او ان نهم ټولګيو پورې د زده‌کړو اجازه ورکړې، خو په وینا يې لا هم دېرش داسې ښوونځي شته چې نجونې ورته نه پرېښودل کېږي.

د احمدخان په خبره، طالبانو د سرپل په ډېرو برخو، لکه د مرکز په ځینو سیمو او په سنچارک، سوزمه‌کلا، صیاد، بلخاب او ګوسفندي ولسوالیو کې پر دولت فضا تنګه کړې، په کومو ځایونو کې چې دوی واک لري، هلته یې په له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټولګي رخصت کړي او د زده کړو حق نه ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت بیا وایي، د ستونزې هواري لپاره یې د قومي مشرانو او د ښوونځیو د شوراګانو په منځګړتوب هڅې پیل کړې دي.

په لوګر کې د نجونو زده‌کوونکو شمېر زیات شوی

May 14, 2019 29

 د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال وایي، سږ کال د تېر په پرتله د دغه ولایت په ښوونځیو کې د نجونو زده‌کوونکو شمېر زیات شوی دی.

له ۳۰۰ ډېر ښوونځي او تخنیکي انسټیټیوتونه جوړ شوي

Apr 23, 2019 29

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشره ندیمه سحر وايي، په هېواد کې له ۳۰۰ څخه ډېر ښوونځي او تخنیکي - مسلکي او انسټیټیوتونه جوړ شوي دي.

د روغتیا وزیر د ښوونځي او روغتیا رول مهم وباله

Apr 08, 2019 29

د عامې روغتیا وزیر وايي، د ښوونځي او سواد رول د روغتیا د ښه کېدو په برخه کې ډېر مهم دی او  دغه وزارت د پوهنې وزارت په مرسته په اوونۍ کې یو ځل له څو ميلیونو زیاتو نجونو ته د فولیک [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې