که ښځې ژوند غواړي داسې کس دې انتخاب کړي

که ښځې ژوند غواړي داسې کس دې انتخاب کړي
۱۵ ثور ۱۳۹۸ 121 0 نظر سرخط

اول؛

تکړه نارينه «خاوند» په خپل ځان باوري او متکي وي، په هر څه نارې جنجال نه جوړوي، زارۍ او احتياج تر خپله وسه نه کوي او د نورو د بې‌ځايه شکايتونو پروا هم نه لري، په خپله ښه تصميم لري، هغه مسووليتونه چې ور تر غاړې وي په خوښې کوي، ژوند ته محکم ولاړ وي او له هرې سختې ی سره ټټر وهي، لڼده دا چې د کورنۍ د ملا تير وي که نه وي کور يې وران وي.

دويم؛

 واقعي نارينه «خاوند» هر وخت په خپلو کارونو متمرکز وي بې‌ځايه وخت نه تېروي او هغه چارې نه کوي چې ګټه نه لري. تر ډېره که د تفريح موکه ولري هم په يو دليل يې تېروي. کور او لګښت ته يې فکر وي او تل په دې کار متمرکز وي چې کورنۍ څنګه وچلوي.

درېیم؛

 تکړه نارينه ته د کورنۍ اهميت تر ټولو ښه مالوم وي او تل په دې هڅه کې وي چې اولادونه، ښځه او نور غړي يې سالم، منظم، او خوښ وي. تر ډېره يې اولادونو تربيې ته پام وي چې د الله له تحفې سره څه وکړي.

څلورم؛

تکړه نارينه تر وعده خلافي مرګ ښه بولي او هر څه چې وايي هغه عملاً کوي کوم څه چې يې له وسه نه وي پوره په خوله يې هم نه راوړي، ځکه دی دا فکر کوي کوم کار چې نه‌شې کولای په وعدې يې هم مه کوه.

پنځم؛

 تکړه نارينه غواړي په يوه غوره نمونه بدل شي؛ نو ځکه تل د خپل شخصيت ساتنه کوي او په دې هڅه کې وي چې د نورو زيات زيات درناوی وکړي په تېره بيا دا رنګ کس د خپلو بچيانو ښه نمونه کېدلای شي چې هغوی د ده چلند وويني او تقليد يې کوي.

شپږم؛

بله ځانګړنه يې دا وي چې ښځې ته واقعي درناوی لري په دې خاطر چې هغه دالله «ج» مهربانه مخلوق دی که مېرمن وي، مور، خور، لور ... او دوی ته د قانون شريعت له نظره ګوري او دا کوښښ کوي چې هم خدای او هم دوی راضي کړي.

تکړه نارينه «خاوند» په کور کې له مېرمن سره  د هغې د اهميت او ارزښت له مخې چلند کوي همدارنګه له مينې سره سره د هغې ساتنه هم کوي.

 

 

 

ګډ سفر مو په ګډ ژوند څه اغېز لري؟

May 22, 2019 29

که يو يا څو اولاده ولرئ تاسې يې په خپله مه هېروئ په پیل کې دا په ياد ولرئ چې د هغوئ لپاره ښه مور او پلار شئ؛ نو دا غوره ده چې ځان ته ښه روحيه ورکړئ، خو تر ډېره چې ښځې او خاوند ته [...]

ماشوم ته تی ورکول د مور روغتيا هم ساتي

May 20, 2019 29

. د مور شيدې ماشوم ته ډېرې ښې دي، نه اندازه غواړي، نه د حرارت درجه غواړي او نه هم وخت غواړي چې جوړې يې کړئ، بلکې هر وخت يې ورکولای شئ.

ماشوم به مو څنګه سالم زېږي؟

May 18, 2019 29

په دې مطلب کې هغو ښځو ته چې غواړي ماشومان راوړي، وړاندې بايد کوم کارونه وکړي چې روغ وزېږي او  د زېږون په وخت کې دواړو ته کوم تکليف پېښ نه‌شي. همدارنګه په دې وخت کې چې تر ډېره [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې