امارت د انساني غوښو تجارت؛ طالبان ملکيان د توپ خولې ته ورکوي

امارت د انساني غوښو تجارت؛ طالبان ملکيان د توپ خولې ته ورکوي
۲ ثور ۱۳۹۸ 272 0 نظر سرخط

په هېواد کې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جګړې پر مهال دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې تر څنګ، زرګونه ملکیان هم شهیدان شوي دي.

که څه هم د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري تل د جګړې په ډګر کې د ملکي مرګ‌ژوبلې پر مخنیوي ټینګار کړی، خو دا مرګ‌ژوبله د طالبانو او حکومت له لوري د سږ کال د پسرلنیو عملیاتو له پیله راهیسې ډېره شوې او هره ورځ د دواړو لوریو په جګړه کې عام خلک خپل شهيدانېږي.

څه موده وړاندې چې د افغان ځواکونو له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او په اړه یې د خلکو غبرګونونه راوپارېدل، ولسمشر اشرف غني له لوړپوړیو امنیتي چارواکیو سره ځانګړې غونډه جوړه او ټینګار یې وکړ چې باید د جګړې پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وشي او افغان ځواکونو ته یې په خطاب کې وویل، «که پوهېدئ چې ستاسې په برید کې د یوه ملکي وګړي ژوند هم له ګواښ سره مخ کېږي، عملیات مو وځنډوئ یا یې هم پرېږدئ.»، خو له دې سره سره لا هم د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته لازم پام نه دی شوی.

اوس د نظامي چارو شنونکي او مدني فعالان وايي، د جګړې په ډګر کې د ملکیانو ژوند ته نه پام، نه یوازې د هغوی ژوند اخلي او عام خلک د غم پر ټغر کېنوي، بلکې دا کار د ولس او حکومت تر منځ د واټن زیاتېدو تر څنګ، طالبانو ته لار هواروي چې د افغان سرتېريو له تېروتنو په تبلیغاتي جګړه کې کار واخلي.

د دوی په وینا، کله چې د افغان یا هم بهرنیو سرتېريو په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واوړي، طالبان عملاً عام خلک چې د خپلو بچیانو او خپلوانو مرګ‌ژوبلې یې زړونه خوړین کړي، د حکومت پروړاندې پاڅون ته هڅوي او له دې لارې نه یوازې د دواړو لوریو تر منځ واټن زياتوي، بلکې هڅه کوي چې د هغوی له مجبوریتونو په ناوړه ګټې اخيستنې ورته ځان نږدې او ګران کړي.

د نظامي چارو شنونکی غلام‌صدیق صداقت وايي، افغان سرتېريو ته په کار ده چې د خپلو عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي. د صداقت په وینا، که سرتېري دا کار و نه کړي، طالبان به یې له تېروتنو د ځان په ګټه کار واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی احمدمیلاد سېرت وايي، وسله‌وال طالبان له عامو خلکو د سپر کار اخلي، د هغوی کورونو ته ورځي او نه یوازې ډوډۍ یې خوري، بلکې د دوی له لاسه هغوی د غم پر ټغر کېني.

د ده په وینا،  طالبانو پر عامه ځایونو د بریدونو تر څنګ، پر خلکو ژوند تریخ کړی او د هغوی له کورونو، باغونو او نورو عامه ځایونو یې سنګرونه جوړ کړي او عملاً له هماغه ځایه د افغان سرتېريو پر وړاندې جګړه کوي چې د دواړو لوریو د نښتې له کبله ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي یا هم زیانمنېږي.

بله خوا د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله هم د افغان ځواک او وسله‌والو ډلو تر منځ د جګړې پر مهال ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو اندېښمنه کړې ده.

د دې ډلې غړي عزیزاحمد تسل سرخط ته وویل، د جګړې ښکېل اړخونه باید د خپلو عملیاتو پر مهال د خلکو ژوند ته پام وکړي او پرې نه ږدي چې پر وړاندې یې د خلکو احساسات راوپارېږي.

دی له وسله‌والو ډلو او افغان ځواکه غواړي چې د خپلو جګړو پر مهال ملکیان سپر و نه کاروي او نه هم د هغوی ژوند بې‌ارزښته وبولي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو په بریدونو او د افغان ځواک د عملیاتو پر مهال لسګونو عامو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او دې کار په خواله رسنیو کې هم د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

 

 

ملکیان مه شهیدانوئ؛ ولس په حکومت او طالبانو پسې په را پاڅېدو دی

May 21, 2019 29

په افغانستان کې د تېرې شاوخوا ۱۸ کلنې جګړې پر مهال د ګڼو وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو تر څنګ، لسګونه زره ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

وزارت لا په خبرو بوخت دی؛ مجرمانو د کابلیانو وینې وڅښلې

May 12, 2019 29

کابل ښار، که له یوې خوا د ترهګرو د لويو چاودنو او بریدونو ښکار ګرځي، بل ‌خوا د جنايي جرمونو مرکز بلل کېږي او هره ورځ پکې لسګونه پېښې کېږي چې د خلکو ژوند یې پرې تریخ کړی دی.

په پکتیکا کې د فساد بانډ؛ دریو ارګانونو د خلکو لوټلو ته لاس یو کړی

May 10, 2019 29

سرخط ته رسېدلي سندونه ښيي چې د پکتیکا ولایت په سیمه‌‌یزه اداره کې یو شمېر مسوولانو د خلکو لوټلو لپاره بانډ جوړ کړی او د خلکو د قانوني کارونو په اړه د اجراتو په بدل کې ترې پیسې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې