افغانستان په ۱۱۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۷ ګټلي

افغانستان په ۱۱۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۷ ګټلي
۱ ثور ۱۳۹۸ 192 0 نظر سرخط

 

کرېکټ بورډ وايي، افغانستان د تېرو لسو کلونو په موده کې ۱۱۱ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي چې له جملې يې ۵۷ ګټلې دي.

له کرېکټ بورډ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د کرېکټ ملي لوبډلې له ۱۱۱ لوبو نه ۵۰ بایللي، یوه یې مساوي کړې او ۳ نورې لوبې یې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.

سرچینه زیاتوي، افغانستان خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه د سکاټلنډ په وړاندې ترسره کړه چې افغانستان د اتو لوبغاړیو په سوځېدو ۲۹۵ منډې جوړې کړې وې او سکاټلنډ په څلوېښتو اورنو کې ۲۰۶ منډې کړې وې.

ټاکل شوې افغان کرېکټ ملي لوبډله په را روانه جون مياشت کې د نړیوالو یو ورځنیو سياليو په نړیوال جام سیالیو کې له اسټراليا سره مخامخ شي.

ایلیټ کپ نیمه پای‌لوبې پیلېږي

Aug 07, 2019 29

کرېکټ بورډ وايي، د چهارشنبې په ورځ د سيدجمال‌الدين افغان ايليټ کپ د لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سيالیو نیمه پای‌لوبه پیلېږي.

چلېنج کپ؛ کندهار له خوست نه په ٢٧ منډو وګټله

Aug 05, 2019 29

د چلېنج کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو اې ګروپ د کندهار او خوست لوبډلو ترمنځ د خوست په لوبغالي کې لوبه وشوه چې کندهار لوبډلې په‌کې په ٢٧ منډو بريا خپله کړه.

د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکل شول

Aug 04, 2019 29

د کرېکټ بورډ له‌خوا د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړیو د پېر مراسم په کابل کې ترسره شول او د شپږو لوبډلو د مسوولانو له‌خوا هرې لوبډلې ۱۶ـ ۱۶ لوبغاړي واخیستل.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې