په کوز کونړ کې ۵۱۳ مالدارانو ته حيواني خوراکه ووېشل شوه

په کوز کونړ کې ۵۱۳ مالدارانو ته حيواني خوراکه ووېشل شوه
۲۰ حمل ۱۳۹۸ 139 0 نظر سرخط

د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالي کې د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولانو له لوري ۵۱۳ مالدارانو ته حيواني خوراکه (کنجاړه) ووېشل شوه.

د کوز کونړ ولسوال اسماعیل شينواری وايي، هر مال لرونکي ته پنځوس کيلوګرامه کنجاړه په شفاف ډول ووېشل شوه، خو په خبره يې په یاده ولسوالي کې ډېر خلک په مالدارۍ بوخت دي چې دغه مرسته ورته بسنه نه‌کوي.

هغه وويل، د دې سيمې خلکو په خپلو ځمکو کې تل حلال فصلونه کرلي او د حکومت ټولو قوانينو ته يې غاړه ايښې او بايد د کرنې په برخه کې ورسره نورې مرستې هم وشي.

کوز کونړ ولسوالي د ننګرهار د هغو ولسوالیو له ډلې ده چې کرنيزې او حاصل خېزې ځمکې او ډېرې اوبه لري. دغه ولسوالي د جلال‌اباد ښار شمال لور ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده چې په اوږدو کې يې د کونړ سيند بهېږي.

په کونړ کې د بوټو ساتنې لابراتوار ورغول شو

Apr 21, 2019 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ۱٫۹ میلیونه افغانیو په لګښت د بوټو ساتنې لابراتوار ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د کرنې وزارت په غور کې ۵۰ هکټاره څرځایونه جوړوي

Apr 08, 2019 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په غور ولایت کې ۵۰ هکټاره څرځایونه جوړوي چې په‌دې برخه کې د غور د څرځایونو تخریب شوې سیمې هم رغول کېږي.

په هرات کې ۲۰۰ ښځې له پراختیایي پروژو برخمنې شوې

Mar 31, 2019 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په هرات ولایت کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې د دغه وزارت له پراختیایي پروژو نه برخمنې شوې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې