په هرات کې ۲۰۰ ښځې له پراختیایي پروژو برخمنې شوې

په هرات کې ۲۰۰ ښځې له پراختیایي پروژو برخمنې شوې
۱۱ حمل ۱۳۹۸ 210 0 نظر سرخط

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په هرات ولایت کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې د دغه وزارت له پراختیایي پروژو نه برخمنې شوې دي.

رستمي زیاتوي، دغه ښځې چې په مستقیم ډول د انجیل ولسوالي د څارویو په مدیریت کې ښکېلې دي، د لبنیاتو د پراختیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ورته یاد خدمات رسېدلي دي.

نوموړی وایي، د سیمې د اوسېدونکیو په همکارۍ په دغه ولایت کې د شیدو راټولولو یو مرکز هم جوړ شوی چې تجهیزات او وسایل یې د همدې پروژې له لارې ورکړل شوي او ارزښت یې څه باندې دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي.

 

 

سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې

Aug 06, 2019 29

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، چې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.

په کندز کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه لوړ شوي

Aug 05, 2019 29

د کندز د سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت وايي، سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده لوړ شوي دي.

په کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي

Jul 22, 2019 29

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات پنځلس سلنه زیات شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې