کب نیوونکیې پیشو

کب نیوونکیې پیشو
۲۶ حوت ۱۳۹۷ 76 0 نظر info@sarkhat.af

کب نیوونکې پیشو

یوه ورځ یوه کب نیوونکي ډېر غټ کب نیولی و، د هغه تر څنګ یوه پيشو ناسته وه، پيشو په حیرانۍ کب نیوونکي ته وویل؛ کب نیول څومره اسانه کار دی!

هغه ورته وویل؛ دا څه دې وویل؟ تا وویل چې کب نیول اسان کار دی؟ که ته داسې ګومان کوې؛ نو راځه چې وایې ازمایو.

پیشو ورته وویل؛ ولې نه همدا اوس یې باید و ازمایو.

وروسته پیشو د ویالې څنګ ته راغله او لکۍ یې په اوبو کې غوپه کړه. لږ وروسته په دغو اوبو کې یو غټ کب تېرېده چې د پیشو لکۍ یې ولیده فکر یې وکړ چې غټ چینجی دی، کب ډېر خوشاله شو او د پیشو لکۍ یې وچیچله. پیشو له ځان سره وویل چې څومره غټ کب دی! پیشو غوښتل چې لکۍ له اوبو را وباسي، خو لکۍ یې درد کاوه او ډېره درنه شوې وه.

پیشو ډېره هڅه وکړه چې لکۍ له اوبو را وباسي، خو نه یوازې دا چې لکۍ یې له اوبو نه راختله، بلکي کب هغه دننه اوبو ته ور کشوله.

کب نیوونکی د پیشو څنګ ته ورغی  او له اوبو یې را واخيستله بیا یې په خندا ورته وویل؛ اوس خو پوهه شوې چې د کب نیول هغومره اسان کار دی لکه تا چې فکر کاوه!

عسکر

May 21, 2019 29

سلامونه يارانو! تاسې عسکر پېژنئ؟

هېواد

May 19, 2019 29

سلامونه يارانو! هېواد زموږ غټ کور ته ويل کېږي چې ټول پکې اوسو

با خوردن این غذاها قد بلند می‌شوید

May 18, 2019 29

سلام کودکان عزیز! می‌دانید که کودکی دوره مهمی در رشد اسکلیت بدن است. بنابراین در این دوره باید کلسیم بیشتری جذب بدن شود. امروز برای تان می‌گوئیم که کدام غذاها را بخورید تا قد [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې