امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي
۲۷ اسد ۱۴۰۰ 597500 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

 

 

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

 

واشنګټن پوسټ وايي، دغه کار په دې خاطر شوی دی چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې دغو پيسو ته څوک تاوان و نه رسوي.‌

 

سرچينه د امريکا د ځينو لوړپوړيو چارواکيو له خولې وايي چې دغه کار د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن په امر شوی دی. 

 

دغو چارواکيو واشنګټن پوسټ ته ويلي دي چې ښايي دا به پر طالبانو د بايډن يو فشار وي چې ورباندې اچوي يې. 

 

خو ځينې شنونکي بيا په دې باور دي چې د بايډن دغه پرېکړه بې ځايه ده، ځکه طالبان وار له مخه د دوه زره يوولسم د سپټمبر تر پېښه وروسته تر بنديزونو لاندې دی چې مالي سرچينو ته لاس رسی نه شي لرلای. 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

امريکا وايي، له ولسمشر غني څخه استعفا نه غواړي

Aug 13, 2021 29

وروسته له هغه چې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې امريکا او بريټانيا له ولسمشر غني څخه غوښتي دي چې له واکه دې لاس واخلي او استعفا دې ورکړي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، دا هسې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې