څه وشول، څه کېږي؟  موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو
۲۲ اسد ۱۴۰۰ 858250 0 نظر سيد "شاه"

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

 

 

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د طالبانو کفنونه ورباندې د بيرغونو په توګه وځړول شي.

 

دا خونړۍ لوبه ده، خو جالبه دا ده چې دا ځل د جنګ بلا تر سرونو زيات، خاورې، لوټې او ښارونه تر ستوني تېروي او مخ پر وړاندې را څکېږي. 

 

له ولسمشر پرته، درست ولس د مالوماتو په خلا کې ساتل شوی او دا دستور دی، انسان چې د کوم شي يا کوم حالت په اړه مالومات و نه لري، وېره ورڅخه ور لوېږي. اما ولسمشر چې نه وېرېږي، هغه پوهېږي چې څه به کېږي.

د مالوماتو په دغسې قحطي کې انسان نښې، نښانې، ټکي او اشارې سره وصلوي او بيا د راتلونکي انځور ځنې جوړوي، زه چې دغه کار کوم، درې انځورونه مې سترګو ته درېږي، دوه يې روښانه ممکن او يو يې تياره، خو ناممکن دی.

موږ ډېر خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو.

 

لومړی انځور؛

په نن او سبا کې به د سقوط شويو ولايتونو شمېر ناببره لوړ شي. زه فکر کوم لږ تر لږه پنځلس او ډېر تر ډېره اوولس ولايتونه به د حکومت له واکه ووځي، حکومت به يې د بيا نيولو لپاره حتا خواره هڅه هم و نه کړي، خو په همداسې حيرانوونکې توګه به د ولايتونو د سقوط لړۍ ودرېږي، طالب او حکومت به ښکر په ښکر وي، خو پر يو بل به نه ور دانګي، د دمې دغه موده ښايي، لږ تر لږه درې اوونۍ او ډېر تر ډېره يوه نيمه مياشت دوام وکړي.

 

په دغه مو کې به طالب له دې هوايي باټو لافو او غورځو پرځو را ګرځېدلی وي چې اويا، اتيا يا نوي فيصده خاوره راسره ده، يا په لسو ورځو کې حکومت نيسم. په پنځوس فيصده به غاړه باسي، ټاکنو ته به غاړه ږدي او په را روانو احتمالي ټاکنو کې به له خلکو په زور اخيستې خپلې رايې د ګوتو په بندو شماري.

 

دا به ډېرې عجيبه ټاکنې وي، عجيبه کسان به د حکومت د واک څوکيو ته ولاړ وي، حيرانوونکې، خندوونکې او کله کله پاروونکې سيالۍ به کېږي.

 

طالب چې ځان واژه، خو سيمې يې لاندې کولې، حکومت چې غاښ چيچه او د سيمو پر سقوط يې سترګې پټولې او امريکا چې پر ګنډه لاس واهه او له طالب سره يې ګوتې پټولې، دا ټوله کيسه له هغه ځايه را پيل ده چې طالب له ټاکنو تر مخ اړولو وروسته وويل، خاوره او خلک دواړه له حکومت سره دي او حکومت په ټاکنو کې د درغليو کافي تجربه او تر هغه وروسته د ناندريو اوږده سابقه لري چې بېلګې يې د دوه زره څلورم، نهم، څوارلسم او دا وروستۍ ټاکنې دي.

 

که زه و ته هم خدای مه‌کړه طالبان وای، نو څه به مو کول؟ خو همدا به مو ويل چې که توپک کېږدم او صندوق ته ودرېږم، څوک ولاکه د رايې پر ځای نسوار لا پکې تف کړي، نو ښه ده چې سيمې راخوشې شي، نيم افغانستان راسره وي، بيا به رايه د سوټي په زور ټولوم او صندوقونه به مې له کلوشو ډکوم، خو واک ته به رسېږم.

 

طالب هم عقل لري، د حکمتيار د سولې انجام يې هم وليد چې څنګه کونج ته شو، حکومت څه ورسره وکړل، ولس په څومره خواريو ايله درې رايې ورکړې، د جهادونو قهرمان اوس په ټلوېزيوني خپرونو کې نغمې تر ګرېوان نيولی وي. طالب به ځان ووژني، خو داسې سوله به و نه کړي.

 

اوس چې خبره پنځوس پنځوس شوه او طالب ټاکنو ته غاړه ږدي، له دې خوا به ولسمشر غني، صالح، دانش او عبدالله په سيالي نه ورځي، د شمال جهادي توپکيان به هم نه وي، هغو يې له ريښو ايستي، هغوی چې ځانونه به يې ښاماران بلل او ورسره ښکېلېدل به يې د زمري په داړو لوبې بللې، اوس لکه چرګان د کابل پر ډېرانو ګرځي.

 

په را روانو ټاکنو کې به سوچه افغانان او طالبان زور سره ازمايي، حکومت به د اوس په څېر وي، خو د توپکي پر ځای به، د زور برخه طالب اخلي.

 

دويم انځور؛

که پر لومړۍ سناريو اتفاق و نه شي، څوک خاشې پکې ماتې کړي، يا بله ټکه را ولوېږي، د سقوط شويو ولايتونو شمېر به لا نور لوړ شي، حد اقل دوه ويشت، حد اکثر څلرويشت، تر پنځه ويشتو ولايتونو به له لاسه ووځي.

 

دا به نو دې ته ضمينه برابره کړي چې امريکا بيا را وګرځي، دلته بيا پښې وغځوي او طالب ته يې تر پايڅه را وباسي.

 

امريکا به دا ځل د تېر په څېر نه راځي، نازونه به کوي، شرطونه به لري او اوږده پلانونه به عملي کوي.

 

ښايي لومړی شرط يې دا وي چې له حکومته دې د هغو کسانو کمبله و نغښتل شي چې ولس يې پردي بولي، لس او شل نومونه ورباندې ږدي، نه يې هضمولای شي، نه يې زغملای شي. په عامه اصطلاح؛ "تعبير يې کړی ما چې په ټاميانو به چپه شي."

 

ښايي نور شرطونه يې د ټاپي، کاسا زر، د ورېښمو لار او نورې هغه پروژې مطلق بندول وي چې د روس او چين ساه ور سره خلاصېږي، يا منځنۍ اسيا له جنوبي هغسې سره پرې وصلېږي، يا په يوه نه يوه توګه امريکا ته خوند نه ورکوي.

 

امريکا به ملامته هم نه وي، پرېمانه پيسې يې لګولې، انرژي يې په دې مصرفېږي چې د چين او روس لاس وتړي، خو موږ کله هوايي دهلېزونه ورته جوړوو، کله غرونه چپه کوو، لارې ورکوو، کله داسې ارمانونه لرو چې يوازې يادونه يې هم د زورورو ښه نه ايسې.

 

په دغه انځور کې به افغانستان کنګل شوې بڼې ته ځي، که لږ نور هم اسانه ووايم، د ظاهر شاه بابا د وخت افغانستان به وي، نه به لوی ارمانونه لري، نه به نوښتونه کوي، نه به پرمختګونو ته اجازه وي، سوله به وي، افغانان به ژوندي وي، بس همدومره، که لږ لا نور اسانه ووايم، افغانستان به د اوسني تاجکستان په څېر وي او دا موده ښايي څلوېښت، يا پنځوس کاله دوام وکړي.

 

درېيم انځور؛

دا انځور تياره دی، د هيچا په ګټه نه دی، خو ښه خبره دا ده چې امکان يې کم دی.

 

که موږ بيا هم سرکشي وکړو، لومړۍ دواړه نقشې په لغته ووهو، بيا نو په هغه صورت کې د ځينو نورو انتخابونو تر څنګ يو دا هم دی چې طالب دې همداسې مخکې لاړ شي او د کابل پر تخت دې سپور شي.

 

 د کابل لاندې کول او حکومت نيول حتا د طالب زړه ته هم نه لوېږي، که يې لوېدای، سقوط ولسوالۍ به نه نړېدای، نه به تر له لاسه وتليو ولايتونو لمبې تاوېدای.

پاکستان په دې ټول خيال پلو سربېره، حتا دغسې چورت نه شي وهلای او نړۍ يې هم د زغم حوصله نه لري.

نو؛

موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

په ملګرو ملتونو کې افغان استازی؛ د طالبانو جنګي ماشين د پاکستان په تېلو چلېږي

Aug 06, 2021 29

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی غلام محمد اسحاقزی وايي، د طالبانو د جنګ ټول ماشينونه د پاکستان په تېلو چلېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې