پاکستان وايي، که جو بايډن زنګ نه راوهي، دوی پر نورو لارو غور کوي
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف وايي، که د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته زنګ نه راوهي، دوی به پر ځينو نورو لارو غور وکړي.
معيد يوسف د امريکا فنانشل ټايمز ته په خپله مرکه کې ويلي دي، پاکستان ډېر مهم دی، خو امريکا په هيڅ سترګه نه ورته ګوري.
دی وايي، دلته حالت ورځ تر بلې ترينګلي کېږي، هلته امريکا په خپله وايي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې ښکېل او مهم دی، نو بيا ولې جو بايډن عمران خان ته زنګ نه وهي.
ده ويلي، پاکستان غواړي په اشارو کې امريکا وپوهوي چې څه ويل غواړي، خو امريکا هيڅ پام نه ورته کوي.
هلته بيا امريکايي چارواکيو فنانشل ټايمز ته ويلي دي چې تر اوسه لا سر وخت دی، جو بايډن د نړۍ ډېرو مهمو کسانو ته لا زنګونه نه دي وهلي، عمران ته چې نوبت ورسېږي، خپله به زنګ ورشي.
د پاکستان يو پخوانی ډيپلوماټ عبدالباسط خان بيا وايي، معيد ماشومانه خبره کړې ده.
دی وايي، سمه ده چې بایډن عمران ته زنګ نه وهي، خو دا خبره يادول په پاکستان او ورڅېرمه هېوادونو کې عمران خان دوه پيسې کوي.
خان وايي، دا خبره که د عامو خلکو خولې ته ولوېده، ريشخند به ځنې جوړ شي.
په دغه مرکه کې معيد يوسف دا نه دي ويلي چې که جو بايډن اوس هم زنګ وهلو ته زړه ښه نه کړي، نو هغه کومې لارې دي چې پاکستانيان غور ورباندې کوي؟
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه