
طالبانو په فارياب کې يو ۱۲ کلن هلک په دې وهلی چې پلار يې پوليس و
د فارياب امنيتي چارواکي وايي، طالب اورپکو په دغه ولايت کې يو دوولس کلن هلک په دې ګناه په لښتو وهلی چې پلار يې د پوليسو په ليکو کې و.
د فارياب امنيه قوماندان روح الله خليل اوغلو وايي، دغه هلک جان اغا نومېږي او پلار يې د فارياب په شيرين تګاب ولسوالي کې پوليس و.
دی وايي، هلک يې دومره په لښتو وهلی چې ولاړېدای نه شي او د هرې لښتې ځای يې پر ملا بېل بېل ښکاري.
د شيرين تګاب د ولسي پاڅون مشر سخي رييس وايي، د دغه هلک پلار اوس نهشته، طالبان يې کور ته ورغلي ول او د ده د پلار وسله يې غوښته، خو هلک انکار کړی او توپک يې نه ورکاوه.
دی وايي، هلک کوچنی دی، د طالبانو تر لښتو او لغتو لاندې شوی او د پلار توپک يې طالبانو وړی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه