
ولسمشر؛ شپږ مياشتې وروسته به د افغانستان حالت عادي وي
ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا يوې ځانګړې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، يو دقيق پلان جوړ شوی او کار هم ورباندې پيل شوی چې په اساس به يې په شپږو مياشتو کې د افغانستان اوسنی وضعيت عادي حالت ته راځي.
ولسمشر وويل، حساسې شېبې دي او دا د دې وخت نه دی چې ملامت او سلامت مالوم کړو، بلکې د ملي يووالي وخت دی چې سره راټول شو او د وطن دښمن په خوله کې په سوک ووهو.
ده وويل، هغوی چې وايي، طالبانو تغير کړی، طالبانو رښتيا هم تغير کړی، ځکه اوس لا ډېر وحشيان، مزدوران، پردي پالان او د خلکو او خاورې ستر دښمنان شوي دي.
ولسمشر زياته کړه؛
"طالبان له خوارجو سره هيڅ توپير نه لري، وطن ور پرېږدئ؟ نه، نه، نه."
په دغه غونډه کې ولسمشر وروستيو اوازو ته هم اشاره وکړه چې ګواکې پر ځينو سيمو معاملې شوې دي.
ده وويل، د معاملو خبرې ټولې دروغ دي، روان حالت ناڅاپي راغی او امادګي نه وه ورته نيول شوې.
د ولسمشر په خبره، د حالت سمولو ته د شپږو مياشتو بشپړ پلان جوړ شوی او کار پرې پيل شوی دی. شپږ مياشتې وروسته به موږ عادي حالت ته رسېږو.
ولسمشر وايي، د همدې پلان په اساس به، په راتلونکيو شپږو مياشتو کې ملي اردو سټراټيژيکې سيمې ساتي، د کورنيو چارو وزارت به ښارونه او ولسوالۍ ساتي او ملي امنيت به د ولس صفونه برابروي.
ولسمشر غني وويل؛ هيڅ جبر ته نه ټيټېږم، د خبرو مېز ته به هم ناست يم او که څوک جنګ کوي، د جګړې په ميدان کې يې هم له پښو غورځوم.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه