ملي امنيت وايي، د کندهار نيول شوي خبريالان ترهګر دي
۱۰ اسد ۱۴۰۰ 558466 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ملي امنيت وايي، د کندهار نيول شوي خبريالان ترهګر دي

 

اين‌ډي‌ايس وايي، هغه خبريالان چې د طالبانو سيمې ته تللي او له راګرځېدو سره سم نيول شوي ول، خبريالان نه، بلکې ترهګر دي او سزا به وويني.

 

ملي امنيت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه څلور تنه خبريالان د کندهار سپين بولدک ته د طالبانو تر واک لاندې سيمې ته تللي ول او هلته يې د طالب اورپکو له مهمو استخباراتي مشرانو سره ليدلي دي.

 

په دوی کې د ملت غږ راډيو مسوول بسم الله وطندوست، د همدې راډيو دوه نور کارکوونکي قدرت الله سلطاني او محب الله عبيدي شامل دي او يو بل يې چې ځان د چين د شينهوا خبري اژانس خبريال بولي، ثنا الله صيام نومېږي.

 

شينهوا په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه کس يې کارکوونکی نه دی او اوس ملي امنيت وايي، هغه له دغه نامه څخه غلطه ګټه پورته کوله.

 

سرخط ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دوی د نظام پر ضد او د طالبانو په ګټه کار کاوه او بسم الله وطندوست خو لا د کندهار والي ته د طالبانو هغه پيغام هم رسولی چې ولايت دې خوشې کړي او طالبان دې د اختر لمونځ د کندهار په ولايت مقام کې وکړي.

 

ملي امنيت وايي، د دغو کسانو قضيه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري چې هغوی ورسره حساب تصفيه کړي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې