
په هلمند کې له ماښامه راهيسې تر ۹۰ زيات طالبان مړه او ژوبل شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له تېر ماښام راهيسې يو پنځوس تنه طالبان وژل شوي او څلوېښت نور ژوبل دي.
په وژل شويو طالبانو کې د هغوی دوه مهم قوماندانان هم شامل دي.
له ملي دفاع وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، په ګډو عملیاتو کې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند پرېمانه طالبان ويشتي او بمبار کړي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه