بلوڅو په بلوچستان کې پاکستاني بم‌پاکان الوځولي
۹ اسد ۱۴۰۰ 251672 0 نظر سرخط ورځپاڼه

بلوڅو په بلوچستان کې پاکستاني بم‌پاکان الوځولي

 

ملتپال بلوڅ وايي، د بلوچستان په خاران سيمه کې يې د پاکستان پر بم‌پاکانو د ريموټ کنټرول چاودنه کړې ده چې پکې يې دوه الوځولي او څو نور ژوبل دي.

 

د بلوچ ريپبليکن ارمي په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، خاران ته د پاکستاني حکومت ځينې مهم کسان راتلل او بم‌پاکانو غوښتل چې لاره له ماينونه ورته پاکه کړي چې دوی چاودنه ورباندې وکړه.

 

د دغې ډلې وياند بيبګر بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دوی هدف د جنرال قادر بلوڅ په نامه د پاکستان يو پخوانی پوځي جنرال و چې اوس يې په سيمه کې د بلوڅو پر ضد کار کاوه.

 

دی وايي، ملګري يې د همدې جنرال وژلو ته ريموټ په لاس ناست ول چې بم‌پاکان سيمې ته تللي او له مرکز څخه يې ملګريو ته قومانده ورکول شوه چې بم پر دوی وچوي.

 

د ده په خبره، دوه خو همالته الوتي، څو يې شاوخوا ټپي لوېدلي دي چې دقيق شمېر يې نه دی مالوم.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې