
روسيه وايي، امکان نه لري چې طالبان دې واک تر لاسه کړای شي
په ملګريو ملتونو کې د روسيې مرستيال دايمي استازی ديميتري پولايانسکي وايي، حالت د پخوا په څېر نه دی او په هيڅ توګه امکان نه لري چې طالبان دې د جنګ له لارې د افغانستان واک تر لاسه کړای شي.
دی وايي، يوه لاره شته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسولای شي او هغه د خبرو او سولې لاره ده.
ديميتري پولايانسکي په يوه خبري ناسته کې وويل، که طالبان جګړې ته زور ورکوي، يوازې ځانونه به خراب کړي او د افغانستان په سرتېرو به يې ووژني.
دی وايي، روسيه هيله لري چې طالبان د خبرو له لارې له افغان حکومت سره مخکې لاړ شي او که د خبرو پروسه پيلوي، روسيه به هم د دغې پروسې ملاتړ وکړي.
ديميتري پولايانسکي وايي، روسيه د ټرويکا هېوادونو غونډې ته تمه لري چې پکې د افغانستان پر سوله خبرې وکړي.
په دغو هېوادونو کې امریکا، روسیه، چین او پاکستان شامل دي او ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت به په دوحه کې غونډه وکړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه