عمران خان وايي، د افغانستان کورنۍ جګړې ته د کرښې پورې غاړې پښتانه هم ځي
۶ اسد ۱۴۰۰ 282177 0 نظر سرخط ورځپاڼه

عمران خان وايي، د افغانستان کورنۍ جګړې ته د کرښې پورې غاړې پښتانه هم ځي

 

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، له ډېره وخت اندېښنه لري چې په افغانستان کې تر کورنۍ جګړې پيلېدو وروسته به د ډېورنډ کرښې د پورې غاړه پښتانه هم لېوالتيا وښيي او جګړې ته به لاس واچوي.

 

ده په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي، طالبان پښتانه دي او کورنۍ جګړه هم طالبان پيلوي، ځکه نو دی باور لري چې د کرښې پورې غاړه، عام پښتانه به هم د طالبانو په ملاتړ د نورو قامونو په وژلو پسې ووځي.

 

دی وايي، ډېر پخوا لا پوهېدلی و چې د افغانستان ستونزه په جنګ نه حل کېږي، خو هغه وخت خلکو پر ده د طالبان خان نوم ايښی و، اما اوس يې خبرې يوه يوه رښتيا کېږي.

 

عمران وايي، ځينې نورې اندېښنې هم لري او هغه دا چې دا ځل به د افغانستان کورنۍ جګړه ډېره اوږده وي او تر پخوا ډېر افغان کډوال به پاکستان ته مخه کوي، خو دی اوس لا وايي چې پاکستان مفلسه دی او نور کډوال نه شي ځايولای.

 

د ده په خبره، امريکا ناوخته د پاکستانيانو خبرې ومنلې، که‌نه حالت د اوس په څېر نه کېده.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې