پاکستاني طالبان وايي، ژر به د پاکستان څو ولسوالۍ سقوط کړي
۶ اسد ۱۴۰۰ 371333 1 نظر سرخط ورځپاڼه

پاکستاني طالبان وايي، ژر به د پاکستان څو ولسوالۍ سقوط کړي

پاکستاني طالبان وايي، جنګ ته يې بشپړه تياري نيولې او ډېر ژر به له پاکستاني پوځيانو څخه څو ولسوالۍ يو په بل پسې ونيسي.

دغه ډله وايي، د افغانستان له طالبانو سره ستونزه نه لري، نېکې هيلې ورته لري، خو جنګ يوازې د پاکستان د پوځ او د دغه هېواد د استخباراتو پر ضد کوي.

د پاکستاني طالبانو وياند نور ولي مسود وايي، دا اوازې بېخي بې‌اساسه دي چې ګواکې دوی له افغان طالبانو سره يو ځای شوي او د افغانستان د نظام پر ضد جنګېږي.

دی وايي، له افغان حکومت سره هيڅ ستونزه نه لري، بلکې ټول جنګونه يې يوازې تر پاکستان، پاکستاني پوځ او استخباراتو محدود دي.

مسود وايي، له افغان طالبانو سره يې اړيکې يوازې د ورورولي او همدردي په اساس دي.

د نور والي مسود په خبره، که هلته افغان طالبانو ځينې سيمې لاندې کړې دي، نو تر ډېورنډ کرښه هاخوا دوی هم د جنګ نوي تابيا نيولې او په لنډو ورځو کې به د پاکستان له پوځ څخه پرله‌پسې څو ولسوالۍ ونيسي.

دی وايي، ژر به ځينې قبايلي ولسوالۍ له پاکستاني پوځيانو پاکې او ازادې کړي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

  1. Avatar
    سيد شاه يعقوبي
    چهارشنبه، ۶ اسد ۱۴۰۰پاسخ
    د ښاغلي سقيم ليکنه چې په سړه سينه يا په بله ژبه په ساړه مغز يې کړيده، پخه سياسي ښننه او د واقعیتونو بر بنا د محاسبې له مخې له حقيقت سره اړخ لګوي. ښکاري او دمنلو وړ ده چي د اسيا زړه نه مري!
    • Avatar
      زهیرمل
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Hamid Asadi

      Azizi

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې