د يوه پوهنتون هغه مالک پښې سپکې کړې چې طالبانو ته يې لکۍ ښوروله
۵ اسد ۱۴۰۰ 231151 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د يوه پوهنتون هغه مالک پښې سپکې کړې چې طالبانو ته يې لکۍ ښوروله

 

د کابل پوليس وايي، د کاروان په نامه په کابل کې د يوه پوهنتون مالک د پوليسو له ډاره له وطنه پښې سپکې کړې او هر څه يې تر شا پرې ايښي دي.

 

دغه کس سيد جاوېد اندېش نومېده او په ټولنيزو رسنيو کې يې طالبانو ته لکۍ وهله.

 

پر ده د مالي فساد تورونه هم ول او اوس د ملي خيانت تور هم ورپورې شو چې د وطن دښمنان يې ستايل.

 

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي، د اندېش په نوم دغه خاين په غلا او ناقانونه توګه له وطنه تښتېدلی دی.

 

دی وايي، د پوليسو ورته پام دی او يو وخت خو به وطن ته راځي، بيا به هغه وخت ورسره ګوري.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې