پاکستان وايي، ورتښتېدلي افغان عسکر، په عزت افغانستان ته سپاري
پاکستان وايي، هغه ور تښتېدلي افغان عسکر چې د مرګ له ډاره يې پاکستانيانو ته پنا ور وړې وه، تر امضا او ګوتو اخيستو وروسته يې، په عزت افغانستان ته لېږي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره، يا ایايسپي ار وايي، د چترال په حدودو کې د افغانستان شپږ څلوېښت عسکر له وسلو سره له جنګه تښتېدلي او بيا يې د پاکستان سرحدي عسکرو ته د مرګ له ډاره ځانونه تسليم کړي دي.
په دوی کې، پنځه تنه يې افسران دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، د پاکستان عسکرو له ورتښتېدليو افغان عسکرو څخه، لومړی د پوځي ادابو مطابق وسلې اخيستې او بيا يې د ژوندي پرېښوولو تمه ورکړې ده.
د دغې ادارې په خبره، د بګېلو عسکرو د ورتښتېدو خبر يې د افغانستان امنيتي ادارو ته ورکړی دی او پسې ورياده کړې يې ده چې لومړی به پاکستانيان له دغو عسکرو سره خپل کار خلاص او وروسته به يې، افغانستان ته وسپاري.
د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه هم پنځه دېرش افغان عسکر د پاکستانيانو رحم و کرم ته کښېنستي وو چې بيا يې له وژلو پرته افغانستان ته راخوشې کړل.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه