الله نذر بلوڅ؛ طالبانو ته چې د زمري زړه ورکړې هم پر بلوڅو نه شي ورتلای
۴ اسد ۱۴۰۰ 308088 0 نظر سرخط ورځپاڼه

الله نذر بلوڅ؛ طالبانو ته چې د زمري زړه ورکړې هم پر بلوڅو نه شي ورتلای

 

د بلوڅو ملتپال مشر ډاکټر الله نذر بلوڅ وايي، هغه اندېښنې بېخي بې‌ځايه دي چې ګواکې طالبان که لږ نور هم خونړي شي، نو پاکستان به يې د بلوڅو ملتپالو پر ضد هم وجنګوي.

 

دی وايي، بلوڅو ته پاکستانيان د ټينګې نه دي، لاسپوڅي خو يې ورته نسوار هم نه ښکاري.

 

الله نذر بلوڅ، ده ته د سرخط ورځپاڼې له خوا د ورلېږل شويو څو پوښتنو په ځواب کې وايي، څومره چې پاکستانيان بلوڅان پېژني، طالبان يې تر هغوی هم ډېر پېژني، نو ځکه د اندېښنې وړ کومه خبره نه‌شته.

 

بلوڅ د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې په بلوچستان کې د جنګ جګړو له امله د بلوڅو زياتې کورنۍ تر ډېورنډ کرښه اوښتې او د افغانستان په ځينو سيمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

 

ده ويلي دي، ډېره اندېښنه نه لري، خو بيا هم ښه بولي چې طالبانو ته ورياده کړي چې مهاجرو بلوڅو ته دې داسې فکر نه کوي چې څوک نه لري.

 

دی وايي، طالبان ښه پوهېږي چې دی څه وايي.

 

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر الله نذر بلوڅ وايي، د پاکستان حکومت اوس اعلانونه کوي چې ګواکې له ملتپالو بلوڅو سره خبرو ته کښېني، خو وايي، دا تش په نوم يوه پاکستانۍ ډرامه ده او پاکستان غواړي په دې توګه نړۍ وغولوي.

 

بلوڅ وايي، هيڅوک چې ځان ته بلوڅ وايي، د پاکستان په هيڅ خبره باور نه کوي.

 

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان رښتيا هم غواړي له بلوڅو سره د سولې خبرې وکړي، ايا بلوڅان به خبرو ته کښېني؟ دی وايي؛

 

خبرو ته کښېني، خو لومړی شرط يې دا دی چې پاکستان به پوځ له بلوچستانه باسي، جګړه به دروي او نړيوالو ادارو ته به اجازه ورکوي چې په بلوچستان کې پر بلوڅانو د پاکستان شوي ظلمونه وڅېړي.

دا چې په افغانستان کې د ناامنيو تر ډېرېدو وروسته که طالبان بلوڅ کډوال وځوروي، يا تاوان ورته ورسوي، څه به کېږي؟ دی وايي، طالبان پوهېږي چې بيا به له چا سره چېرې مخ کېږي، ځکه نو دومره زړه نه لري چې د دوی دښمني ته يې ښه کړي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې