له ۳ولايتو پرته په درست هېواد کې د شپې ګرځېدل بند شول
۲ اسد ۱۴۰۰ 217137 0 نظر سرخط ورځپاڼه

له ۳ولايتو پرته په درست هېواد کې د شپې ګرځېدل بند شول

 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په دې خاطر چې د هېواد امنيتي حالت کنټرول شي، له دريو ولايتونو کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته، په درست هېواد کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بنديزونه ولګول شول.

د دغه وزارت د وياند مرستيال احمد ضيا ضيا وايي، له کابل، پنجشېر او ننګرهار پرته، په ټول هېواد کې هيڅوک نه شي کولای د ماخوستن له لسو بجو، د شپې تر څلورو بجو پورې وګرځي.

تر دې وړاندې يوازې په کندهار کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بنديزو و.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې