طالبانو په سپينبولدک کې ۴۰۰ځوانان له کورو ايستلي، ۱۰۰جسدونه موندل شوي
د کندهار له سپين بولدک څخه په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي طالب اورپکو هلته څلور سوه تنه ځوانان له کورو ايستلي چې تر اوسه د سلو جسدونه موندل شوي او د درې سوه نورو مړی ژوندی لا نه دی مالوم.
دغه هغه کسان ول چې له طالبانو سره د جنګ په ليکو کې نه ول ولاړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند ميرويس ستانکزی وايي، طالبانو په سپين بولدک کې کور په کور تلاشي کړې ده او ځوانان يې له ځان سره وړي دي.
دی وايي، د سلو جسدونه په لارو کوڅو کې موندل شوي او درې سوه نور لا ژوندي ورک دي.
طالبانو څو ورځې د کندهار د ولايتي شورا د يوه وکيل له کوره هم د هغه دوه ځوان زامن ايستلي او شهيدان کړي ول.
تېره ورځ طالبانو په کندهار کې د خاشه ځوان په نامه يو کاميډين هم چې خلک به يې خندول، د شپې له کوره ايستلی او شهيد کړی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه