پاکستان پرېمانه ملېشي ډېورنډ کرښې ته راوستې
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وايي، پرېمانه سرحدي پوليس، محلي پوليس او نورې ملېشې يې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ځای پر ځای کړې دي او ټولو ته يې د تيارسئ امر کړی دی.
پاکستان دغه ګام وروسته له هغه اخلي چې طالبانو پر سپين بولدک بريدونه وکړل او د دغې ولسوالي دروازې يې تر نيولو وروسته، د پاکستانيانو پر مخ پرانيستې.
شيخ رشيد احمد د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې ته ويلي دي چې اړتيا يې وليده چې بايد د پاکستان عسکر هلته زيات شي، ځکه يې نو ملېشې ولېږلې.
دی وايي، دغه ټول پاکستاني عسکر د تيارسئ په حال کې دي، پر ډېورنډ کرښه به ګزمې هم کوي او که اړتيا وه جګړه به هم کوي.
د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل هم حکومت ته تازه خبرداری ورکړی چې پاکستان غواړي د سپين بولدک له لارې خپلې ملېشې او طالبان د افغانستان ولايتونو ته ننباسي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه