امريکا وايي، طالب هم نه پرېږدو، د افغانستان جنګ هم ختموو
۲ اسد ۱۴۰۰ 210220 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امريکا وايي، طالب هم نه پرېږدو، د افغانستان جنګ هم ختموو

 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، هېواد او حکومت يې پرله‌پسې پر دې کار کوي چې په افغانستان کې روان څلوېښت کلن جنګ پای ته ورسوي.

 

ده له اين‌بي‌سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې وويل، که طالبان افغانستان لاندې کوي، دغه هېواد به د نړۍ له همکاريو او ملاتړ بې‌برخي او منزوي پاتې کېږي چې دا هيچا ته د زغملو نه ده.

 

بلينکن وايي، دوی پر داسې لاره کار کوي چې دغه څلوېښت کلن جنګ په بشپړه توګه په افغانستان کې ختم شي او پر همدې پلان پرمختګ هم شوی دی.

 

د ده په خبره، په عين حال کې د افغانستان د څلوېښت کلن جنګ د ختمولو پلان هم ارزيابي کېږي چې چېرې کومه وړه تېروتنه و نه شي.

 

تېره شپه د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن هم ولسمشر غني  ته زنګ راوهلی و او ډاډ يې ورکړی و چې ولسمشر تنها نه دی، بلکې امريکا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې