جو بايډن ولسمشر غني ته زنګ را وهلی
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن ورته نن ماخوستن زنګ وهلی او د افغانستان پر حالاتو ورسره غږېدلی دی.
ولسمشر پر خپل ټويټر ليکلي دي چې بايډن ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې د امريکا مرستې روانې وي او دغه همکاري به و نه درېږي.
جو بايډن ويلي دي چې د افغانستان پر سرتېرو باور لري چې هم به وطن وساتي او هم به د جنګ دفاع په ښه توګه وکړي.
دواړو ولسمشرانو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو او پرمختګونو پر ساتنه ټينګار کړی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه