پاکستان ومنله چې د چمن روغتون ته له بولدکه شل طالبان ور وړل شوي
وروسته له هغه چې افغان ځوانانو له طالبانو او ورسره پاکستانيانو څخه سپين بولدک ولسوالي پاکه کړه، د پاکستان حکومتي ډاکټرانو رسما ومنله چې تر اوسه د چمن روغتون ته شل ټپي طالبان ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون يو ډاکټر چې نوم يې نه اخلو، سرخط ورځپاڼې ته وويل، پر سپين بولدک د عملياتو له پيل سم شل تنه طالبان ور وړل شوي دي، خو وايي، وروسته حکومت اعلان وکړ چې نور ټپيان دې دغه روغتون ته نه ور وړل کېږي.
دی وايي، دغه شل تنه هم له روغتون ايستل کېدل، خو د انساني خواخوږي په اساس پرېښوول شول او پاتې نور ټپيان نورو خواو ته وړل شوي دي.
دغه ډاکټر وايي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د طالب ټپيانو لپاره په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او کټونه يې هم ډک شوي دي.
تر دې وړاندې هم په وار وار داسې ثبوتونه وړاندې شوي دي چې د جګړې ټپي طالبان د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کېږي، خو پاکستان دغه خبرونه بې اساسه بللي دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه