د افغانستان الوتکې له هوا، هوا ته له ويشتل کېدونکيو توغنديو سره سپين بولدک ته لاړې
د افغانستان هوايي ځواک وايي، ګڼ شمېر الوتکې يې له هوا څخه هوا ته له ويشتل کېدونکيو توغنديو سره سپين بولدک ته لېږلې چې د سرتېرو ملاتړ وکړي او که پاکستان کومه ګستاخي وکړي، غاښونه ور مات کړي.
افغان هوايي ځواک وروسته له هغه له دغسې درنو وسلو سره ډېورنډ کرښې ته ځي چې پاکستان تېره ورځ افغان پيلوټان وګواښل چې که سپين بولدک ته نږدې شي او پر طالبانو بمبار وکړي، له پاکستانه به يې هوا ته له هوا څخه په ويشتل کېدونکيو توغنديو وولي.
افغان هوايي ځواک وايي، دغه الوتکې چې له هوا څخه هوا ته په ويشتل کېدونکيو توغنديو سنبال دي، جګړه نه کوي، بلکې په اسمان کې درېږي او پاتې نورې الوتکې چې په بمبار بوختې وي، له دښمن څخه د هغوی ساتنه کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه