زه رڼا وينم؛  د اسيا زړه نه درېږي
۲۴ سرطان ۱۴۰۰ 442557 0 نظر سيد "شاه" / سرخط ورځپاڼه

زه رڼا وينم؛ د اسيا زړه نه درېږي


 

خلک به هر څه  هر څه وايي، څوک به وروستۍ ناخوالې د معاملو پايلې بولي، څوک به يې په جګړه کې زموږ سپېتانه او څوک به يې د طالب په مېړانه تعبيروي، د خلکو خولې چا تړلې، ښايي چېرته چېرته به د پوستو پر سر ګوتې پټې شوې وي، خو رښتيا دا ده چې دا د جګړې وروستۍ لحظې دي، د جنګ سخوندر اخيري لغتې وهي او پر افغانستان له لوی اختر سره، د ژوند يو نوی اختر راځي.

 

دا قانون دی؛ هره بلا چې مري په اخير کې ډېر ورانی کوي، د جنګ بلا په اور او وينو پايي او چې مري، ښارونه به لوخړه کېږي، وينې به دارې وهي، خو بلا به مري.

 

کيسه له هغه ځايه را پيل ده چې طالبانو له ټاکنو مخ واړاوه او پلمه يې دا وکړه چې سيمې د حکومت په لاس کې دي، که ټاکنو ته کښېني، پر سپېره ميدان به پاتې کېږي.

 

د دوی اندېښنه پر ځای وه؛ دوی پوهېږي چې ولس ورڅخه څومره کرکه کوي، رايه څه، چې په صندوق کې يې نسوار هم نه توکي او په داسې حال کې چې د ملا عمر فقير سربداله بړېڅي توپک هم کېږدي، حکومت څه، خلک به يې پر سړک تېرېدو ته پرې نه ږدي، د حکمتيار صاحب برخليک يې په سترګو وليد.

 

دا د کيسې يو طرف شو چې طالب ښه وبلله چې هماغسې د توپک او لرګي په زور له خلکو رايه واخلي او د حکومت پر نيمو څوکيو سپور شي.

 

امريکا هم د طالب اندېښنه پر ځای بلله، خو له کومو سيمو بايد طالب د سوټي په زور رايه واخلي؟

 

هلته د افغانستان په شمال کې د دوستم، عطا، صلاح الدين او نورو پخوانيو جهاديانو، توپکيانو او نورو بلابترو راج چلېده، دوی له اوله وسلې ساتلې وې، نورې يې هم راوړې، هند، ترکيې، پاکستان او نورو هېوادو ته يې سفرونه وکړل، ګوتې يې پټې کړې اولادونو يې له طالبانو سره پر مېز د سولې پنجې نرمولې او پلرونه يې په توپکو پسې ګرځېدل، سړو ته يې وسلې وروېشلې.

 

دوی په عين حال کې حکومت هم خوړ، د حکومت څوکۍ، امکانات او هر څه ورسره ول او حکومت يې هم واهه، پرېکړې يې نه منلې، هره فيصله چې به کېده، دوی به ګواښله، د فارياب د والي معرفي کېدو ته له راکټو سره د خلکو را ايستل او درول ټولو وليدل. ګڼې دغسې بېلګې يې د ټولو يادې دي.

 

دغو بدمرغو قومي جګړې هم کولې، د ملت پر سينه يې د قوم، ژبې او سيمې په نامه هم چاړې تېرولې، قاچاق، ناامنۍ، د کانونو لوټل او سل او زر نور رزالتونه يې د ورځې کارونه ول.

 

پر دغو کسانو د حکومت زور نه رسېده، امريکا يې هم پر ډېرو کيسو تله تېروله او که طالب سوله کولای هم، دوی به نه يوازې د سولې په پروسه کې خاشې ماتولې، بلکې تر سوله وروسته يې هم طالب ته د سر په کاسه کې اوبه ورکولې.

 

لوخې د قام بدي غوښته، خو سر يې په درياب کې وچ شو.

 

په زور و که په رضا، خو طالبانو ټولې هغه سيمې لاندې کړې چې دوی پکې مېږوي وهلي وهلي وو او زور يې ورباندې واهه. اوس هغه کسان چې ځانونه به يې ښاماران، لېوان او عقابان بلل، د کابل پر ډېرانو ګرځي.

 

دا د کيسې بل اړخ شو چې په پايله کې يې ټول هغه کسان چې خپلې ګټې يې، حتا د نظام پر سقوط هم ساتلې، له يوه واسکټ سره، د فېسبوک لايکو ته کښېناستل.

 

هغه سيمې چې حساسې دي او طالب د ورتلو اجازه نه لري، هغه اوس هم ارامې پاتې دې، که کوم طالب وزغنې ورښکاره کړي، نيم ساعت وروسته طيارې پسې الوځي او تر دنيا يې تېروي.

 

د طالبانو له خوا د سرتېرو ژوندي پرېښوول، د لارې خرڅ ورکول، ماينونه نه ايښوول او پر ښارونو ځانمرګي او نور بريدونه نه کول، ښايي هغه شرطونه وي چې په قطر کې پر طالبانو ايښوول شوي وي.

 

جالبه دا ده، سره له دې چې د افغانستان د جګړې په شل کلن تاريخ کې، جنګ اوج ته رسېدلی، اما زموږ نظامي او ملکي تلفات په حيرانوونکې توګه ټيټ شوي دي.

 

دا د کيسې درېيم اړخ شو چې په پايله کې يې ژوند وژغورل شو او سيمې پرېښوول شوې.

 

څه به کېږي؟

طالبان به نور له دې بابولالو ويلو راګرځول کېږي چې پنځه اويا يا اتيا سلنه خاوره يې په لاس کې ده، يا په لسو ورځو کې حکومت چپه کوي. په دې اوس حتا د مدرسې چړي هم پوهېږي چې دلته طياره پورته کېږي، په پاکستان کې جنازه قبر ته ټيټېږي، نو په ساري به سره پرېږدي، طالب به پنځوس فيصده خاوره د ځان او پنځوس د حکومت اعلانوي.

 

په عين حال کې يې له پاکستانه له چړي نيولې تر مولوي پورې ټول کنډ و کپر او سربداله ځوانانو را وايستل او په وطن کې يې ځای پر ځای کړل.

 

غالب ګمان دا دی چې د جګړې پر دغه ژبغړاندو لمبو به تر اختر يوه ورځ مخکې، يا د اختر په شپو کې اوبه پاشل کېږي، جنګ به سړېږي او يو اوږد‌مهالی اوربند به اعلانېږي.

 

دغه اوربند به تر ټاکنو پورې غځېږي او چې ټاکنې کېږي، ولسمشر او ډلې يې وار له مخه ويلي چې برخه نه پکې اخلي.

 

په دغو ټاکنو کې به د جهاديانو برخه هم خواره وي، نه سيمه ورپاتې ده، نه سړي او که لږ همت وشي، ښايي نوی حکومت يې محاکمه هم کړي.

 

هلته پاکستان تور ليسټ ته ځي، بنديزونه ورباندې لګېږي، مرستې ورباندې پارچاوېږي او بيا به د پورې غاړې پښتانه نه شي کولای د پاکستان له هوايي ډګرونو سفرونه وکړي، بلکې يا به وېزه اخلي، يا د افغانستان تذکره او بيا به له دې ځايه کاروبار او سفرونه کوي.

 

په خوست کې د ولسمشر غني دا خبره بې څه نه وه چې ويل يې د خوست هوايي ډګر به د وزيرستان افغانان کاروي.

 

غالب ګمان دا دی چې د لوبې په دويم پړاو کې به چې هغه وخت به تر ډېورنډ کرښه پورې افغانانو د افغانستان قدر لا ښه ليدلی وي، ټول‌پوښتنه کېږي چې تر غوږو په پورو او قرضو کې غرق پاکستان غواړي، که بېرته له افغانستان سره يو ځای کېږي.

 

پاکستان او پلار يې خپله چاړه په اوبو کې ويني، ځکه خو له بي‌بي‌سي نيولې، د پاکستان تر ټولو، د ايران تر درستو رسنيو، حتا د پاکستان تر نرښځيانو او دلته د پاکستان پر اخور تر څرېدليو مطبوعاتي ترهګرو پورې ټول په کوکو دي.  

زه رڼا وينم؛

د اسيا زړه نه درېږي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې