حساب برابر امد؛ د پاکستان حکومت لوطي ملا بېګناه اعلان کړ
د پاکستان حکومت وايي، هغه ملا بېګناه دی چې څه موده وړاندې يې له يوه طالب سره د لواطت پرلهپسې وېډيوګانې خپرې شوې.
هغه ډله چې د مفتي عزيزالرحمان د جنسي اړيکو کيسې يې شنلې، وايي، وېډيوګانې يې دقيقې څېړلې دي او دې پايلې ته رسېدلي دي چې په وېډيوګانو کې هيڅ ډول لاس نه دی وهل شوی، بلکې اصلي دي.
دغه ډله وايي، له خدوخال څخه ښکاري چې په وېډيو کې مفتي عزيزالرحمان له ملا صابر اخوند سره لواطت کوي، خو وايي، پر دې کيسه ډېر وخت تېر شوی او اوس چې يې طبي څېړنې وکړې، ډيايناې يې وکتله، څه لاس ته نه ورغلل.
دوی وايي، دا چې د ملا صابر د وجود له يوې برخې څخه د ډيايناې په اخيستل شوې بېلګه کې د مفتي عزيزالرحمان د ډيايناې څه اثر نه دی پاتې، نو مفتي بېګناه دی او باعزت دې کور ته ولېږل شي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه