کرونا له پرون راهيسې ۷۷ افغانان وژلي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا له پرون راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې اووه اويا تنه وژلي او تازه يو زر، څلور سوه او پنځه اتيا نور کسان ورباندې اخته شوي دي.
عامې روغتيا وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې له نويو شمېرو سره په هېواد په کرونا د اخته کسانو شمېر يو لک، اووه ويشت زره او دوه سوه څلور شپېته تنو ته پورته شوی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه