کرونا په افغانستان اته کم سل تنه وژلي
۱۳ سرطان ۱۴۰۰ 173184 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کرونا په افغانستان اته کم سل تنه وژلي

 

 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، له پرونه راهيسې کرونا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې دونوي تنه وژلي او دو اويا باندې، دوولس سوه نور تازه ورباندې اخته شوي دي.

 

سرخط ورځپاڼې ته د دغه وزارت له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له نويو ناروغانو سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر، څه کم، يو لک او پنځه ويشت زره تنو ته پورته شوی دی.

 

په دې سربېره، له نويو مړينو سره په وطن کې د کرونا له امله د مړو شمېر پنځه زره، يو سل او نهه نوي ته پورته شوی دی.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې