د افغانستان بانک هغه کس شړلی چې پښتو يې په مکتوب کې نه غوښته
د افغانستان بانک وايي، هغه کس يې له دندې شړلی دی چې رسمي راپورونه او ګزارشونه يې يوازې په دري او انګلېسي غوښتي وو او پښتو يې ځنې ايستلې وه.
د افغانستان بانک سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه کس يې په دې خاطر له دندې شړلی دی چې نورو ته عبرت شي او بل څوک داسې تېروتنه و نه کړي.
په خبرپاڼه کې ليکل شوي؛
"د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د دې بانک کاري چاپېریال له هر ډول تعصب او تبعیض څخه پاک دی. موږ د ملی ژبو (پښتو او دري) او نورو ټولو ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمن یو او ملاتړ یې کوو".
دغه مکتوب چې پکې ليکل شوی و راپورونه په دري او انګلېسي وليکئ، سرخط خپور کړ چې وروسته يې د هېواد په کچه غبرګونونه راوپارول.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه