تر کرونا وروسته د تورو چڼاسو وژونکې ناروغي هم پر وطن خپره شوه
د عامې روغتيا وزير وحيد مجروح وايي، تر کرونا وروسته د Black fungus يا تورو چڼاسو وژونکې ناروغي هم خپره شوې ده چې تازه په سمنګان کې ورباندې اخته درېيم کس هم ثبت شوی دی.
تر دې مخکې په کابل او بغلان کې په دغه ناروغي اخته کسان روغتونونو ته تللي وو.
د تورو چڼاسو ناروغي نادره او وژونکې ناروغي ده او هغه کسان زيات ورباندې اخته کېږي چې د بدن دفاعي سيسټم يې کمزوری وي او يا په کرونا اخته شوي وي.
تر اوسه دغه ناروغي واکسين نه لري او په هند کې يې پرېمانه انسانان وژلي دي.
له دغې ناروغي څخه، په سلو کې درپنځوس تنه يې مري.
تبه، ټوخی، د سينې درد، نفس تنګي، د بدن د يوې برخې پاړسوب، د سر درد، د ګېډې درد، استفراق او اسهال يې نښې نښانې دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه