د پاکستان پوځ او استخبارات وايي، تر نړيوالو فشارو لاندې يې نور ملا ماتېږي
د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران د دغه هېواد د پارلمان د امنيتي چارو کمېسيون غړيو ته پر نويو بدلونونو او پلانونو غږېدلي او ويلي دي چې د نړيوالو زورورو لهخوا ورباندې فشارونه زيات شوي او نږدې ده چې ملا يې ورلاندې ماته شي.
دوی وايي، دغه فشارونه ورځ تر بلې زياتېږي او په کور دننه يې هم حالت تر بدو بتر دی.
په دغه ناسته کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ایايسای مشر جنرال فيض حميد په سيمه کې پر احتمالي ګواښونو او خطرونو، له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو پر وتو، د سولې پر وچو ولاړو خبرو، د پاکستان تر ولکې په لاندې کشمير کې د سرکښيو پر زياتېدو او د امريکا لهخوا د چين پر مهارولو غږېدلی دی.
د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه بيا په پورته موضوعاتو سربېره، په بلوچستان کې د بلوڅ وسلهوالو خونړي کېدو ته هم اشاره کړې ده او زياته کړې يې ده چې اندېښمن کړی يې دی.
د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو ويلي دي چې حکومت يې بېلابېلو هېوادونو ته د ورورۍ لاس ورکړی او پرېکړه يې کړې ده چې نور به د جنګ په کيسو او دسيسو کې لاس نه وهي.
دوی وايي، په دې سربېره بيا هم پر پاکستان د نړۍ د زورورو له خوا فشارونه زيات شوي او ورځې تر بلې پسې زياتېږي.
دوی ويلي دي، د فنانشل ایکشن ټاسک فورس يا د پيسو د مينځلو پر ضد د مبارزې نړيوالې اتحاديې سره له دې چې پاکستان يې له اووه ويشتو غوښتنو، شپږ ويشت پوره کړې دي، بيا هم دغه هېواد په خړ ليسټ کې ساتلی، بلکې لا نور سخت شرطونه يې ورته ايښي دي.
د پوځ او استخباراتو دواړو مشرانو ويلي دي چې په سيمه کې استخباراتي ادارو خپلې لاسپوڅې شبکې لا فعالې کړې او د لاهور وروستۍ چاودنه په پاکستان کې د سيمې د استخباراتو د نويو لاسوهنو د پيل ښه ثبوت دی.
پاکستان څو ورځې وړاندې ويلي و چې په لاهور کې چاودنه د افغانستان استخباراتي شبکې اينډيايس او د هند استخباراتي شبکې را په ګډه کړې ده.
په تازه ناسته کې د پوځ او استخباراتو مشرانو ويلي دي چې په راتلونکيو ورځو کې به ورباندې د ایايمايف له خوا هم فشارونه پيل شي چې زغمل به يې د پاکستان تر وس وتلې خبره وي.
دوی ويلي، بلا ډېرې نورې خاميانې هم شته، خو که يې ووايو، دښمن به ورڅخه ناوړه ګټه واخلي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه