ایا رسنۍ هم ټولنیز مسوولیت لري؟
۹ سرطان ۱۴۰۰ 29193 0 نظر ضمیر ساپی

ایا رسنۍ هم ټولنیز مسوولیت لري؟

د ژورنالېزم او عامه ابلاغ د مشهورو تیوریانو (د اقتدارپلوې تیوري – Authoritarian Theory، ازادي پلوې تیوري – Libertarian Theory او اتحادپلوې تیوري – Soviet Theory) له ډلې یوه هم «د ټولنیز مسوولیت تیوري» ده چې د اوسني تدریسي نظام یوه مهمه برخه ګرځېدلې او په ژورنالېزم، اطلاعاتو، عامه ابلاغ او عامه اړیکو په پوهنځیو کې تدریسېږي؛ ځکه هر مسلک خپلې تیوريانې یا نظریې لري او له دې پرته نیمګړی بلل کېږي. د نظریو او تیوریانو دغه ارزښت ته په کتو «د ټولنیز مسوولیت تیوري» هم په خپل ځای کې ځانګړی حیثیت او اهمیت لري چې پر دې نظریې له پوهېدو پرته یو ژورنالېسټ او د ژورنالېزم لاروی نه‌شي کولای ټولنې ته هغه ډول چې اړینه ده، مسوول پاتې شي او یا مسلکي چلن وکړي.

له هغه مخکې چې د دې تیوري پر مفهوم او بنسټ رڼا واچوو؛ غوره به وي چې لومړی د 'ټولنیز مسوولیت' غوټه وسپړو. د پېچې‌مې‌ما ادارې له مخې چې د نړۍ په عصري او ماډرنو ټولنو کې د 'ټولنیز مسوولیت' په اړه عامه پوهاوی ورکوي، 'ټولنیز مسوولیت' داسې تعریف شوی دی: "ټولنیز مسوولیت د اخلاقو هغې نظریې ته ویل کېږي چې د یوې ټولنې وګړي د خپلې ټولنې د مدني، عامه او ټولنیزو چارو سر ته رسولو ته ځانونه مسوول وګڼي، خو د دوی اعمال باید د ټولنې ټولو وګړیو ته ګټور تمام شي."[1]

همداراز، که په رسنیو یا نورو برخو کې وي؛ ټولنیز مسوولیت هغو اخلاقو ته ویل کېږي چې د چاپېریال، ټولنې، کلتور، اقتصاد اړوند او په ټوله کې د ټولنې د وګړیو هرې کړنې په اړه د مکلفیت لارښوونه کوي. رسنۍ هم باید د نورو مهمو سکټورونو په څېر د ټولنې د زیان لام نه‌شي، بلکې په ټولنه کې د ټولنیزو-کلتوري او اقتصادي برخو ملاتړ وکړي.

ښايي ټولنیز مسوولیت په نورو برخو کې هم بېلابېلې او یا ژورنالېزم او عامه‌ ابلاغ ته ورته ماناوې ولري، خو موږ په دې اړه ډېر بحث نه‌ کوو چې 'ټولنیز مسوولیت' په نورو برخو کې څه مفهوم افاده کوي. اوس یوازې د دې پوښتنې ځواب ته تم کېږو چې 'د ټولنیز مسوولیت تیوري' په ژورنالېزم، عامه ابلاغ او عامه اړیکو څانګو کې څه مفهوم لري.

پېژندنه

د شلمې پېړۍ له نیمايي را په‌ دېخوا د مخ پر ودې هېوادونو او د درېیمې نړۍ ملتونو د رسنیو یوه مشهوره نظریه – د ټولنیز مسوولیت تیوري – وکاروله چې مخینه یې اروپا ته رسېږي او عصري بڼه یې هم د امریکا متحده ایالاتو «د رسنیو ازادۍ کمېسیون» سره تړاو لري. «د رسنیو څلور تیوریانې» په کتاب کې چې سېبېرټ، پېټرسن او شرېم لیکلی، راغلي: "اصلي خپلواک‌پلوي – Libertarianism له موډه وتلې، تاریخ یې تللی او زړه شوې."[2] دې خبرې د ازادي‌پلوې تیوري پر ځای «د ټولنیز مسوولیت تیوري» ته د ودې لپاره لاره هواره کړه، خو دې نظریې د اقتدار پلوې تیوري ځینو برخو په ترکیب سره د رسنیو مسلکیتوب په برخه کې جدیت او مسوولیت غوره کړ. دې نظریې له هر ډول سانسور پرته رسنیو ته د خپلواکۍ حقوق ورکړل، خو په دې شرط چې رسنۍ باید ټولنیز مسوولیت او بهرني کنټرول یانې د عامو خلکو ارادې ته ژمنې واوسي. د خپرونو پر مهال، منځ‌پانګه هم باید د ټولنیز مکلفیت او عامو وګړیو د تداخل له مخې فلټر شي.

د ټولنیز مسوولیت تیوري مفاهیم

سېبېرټ، پېټرسن او شرېم په خپل کتاب کې لیکي: "د ټولنیز مسوولیت تیوري د اصولو له مخې د بیان ازادي، لکه د ازادي پلوې اصلي تیوري په څېر مطلق حق نه‌لري. ښايي د یوه کس د بیان ازادي د بل کس او ټولنې د ګټو خلاف وي."[3] که څه هم دا ډول رسنۍ شخصي ملکیت ګڼل کېږي، خو د ډله‌ییزو رسنیو اړوند «د ټولنیز مسوولیت تیوري» د خبر خپرولو لاره له هدفي حالت (د حقایقو خپرولو) څخه تشرېحي او تفسیري (څېړنیز خپرولو) حالت ته بدله کړه. مخکې تر دې به حقایق له بیان او تفسیر پرته خپرېدل – په دې مانا چې خبرونه به ډېر ګونګ وو، ډېر څه به پټ او تت پاتې کېدل او رسنیو به هم خلکو او ټولنې ته ځان مسوول نه ګاڼه. د دې تیوري له مخې، ټولې رسنۍ مکلفې دي چې د ټولنې ګټو او د خلکو ارادې ته ژمنې پاتې شي.

څرنګه چې مخکې هم ورته په لنډ ډول اشاره وشوه، دا تیوري له هر ډول سانسور پرته د بیان ازادي لري، خو په ورته مهال د رسنیو پر منځ‌پانګې باید په عامه بحثونو کې بحث وشي او رسنۍ باید د عامو خلکو له لوري مداخله او د مسلکیتوب اصول او یا په یو وخت کې دواړو ته غاړه کېږدي. دا تیوري د اقتدار پلوې تیوري – Authoritarian Theory او ازادي پلوې تیوري – Libertarian Theory ترمنځ قرار لري؛ ځکه که څه هم دا تیوري له یوې خوا رسنیو ته بشپړه خپلواکي ورکوي، خو په ورته وخت کې بهرنی کنټرول، عامو خلکو او ټولنې ته هم مکلفیت لري.

تر دې وړاندې هر ډول خبر هغه مهال بشپړ بلل کېده چې یوازې حقایق او رښتینولي په‌کې په پام کې نیول شوې وای، خو د بیان ازادي کمېسیون وايي "تر هغه وخته پورې د یوه حقیقت خپرول رښتینې نه‌شي کېدای چې حقایقو ته په سم ډول تشرېحي تحلیل او تفسیر نه‌وي ورکړل شوی."[4]

که څه هم په ټولنیز مسوولیت تیوري کې رسنۍ د خلکو او ټولنې لپاره وي، خو په دې نظریه کې د رسنیو دنده دا وي چې د ټولنې ارزښتونو او ګټو په پام کې نیولو سره د ځان لپاره اصول جوړ او پلي کړي او تر څنګ یې په ژورنالېزم کې معیارونو ته وده ورکړي. همداراز، ژورنالېزم ورسره د غوره‌والي لور ته لاړ شي، ژورنالېسټان خوندي شي او که کوم ژورنالېسټ له اصولو سرغړونه کوي، باید سزا ورکړل شي. له همدې لارې کوم حقایق چې د رسنیو له لوري خپرېږي، باید د تحلیل او تفسیر وړ وي؛ څو خلک کره معلومات او د پوهې وړ خبرونه ترلاسه کړي. دا چاره له ټولنیز یووالي سره مرسته کوي او تر څنګ یې د فساد مخنیوي په برخه کې هم مهم رول لوبولی شي.

رسنۍ د خاموشه شویو خلکو د غږ لوړولو او نظرونو وړاندې کولو ښه وسیله ده چې په مرسته یې هر څوک د خپلو خبرو او نظر شریکولو حق لري. رسنۍ د ټولنیزې ودې لپاره ښه وسیله ګڼل کېږي؛ ځکه د رسنیو موخې د خبر رسول، مستندول، تحلیل، تفسیر، پخلاینه او ستونزو ته د حل‌لارو موندل دي.[5]

دې تیوري د خبرونو، حقایقو او معلوماتو کره‌کولو تر څنګ، د رسنیو مسلکیتوب په برخه کې رغنده رول ولوبوه. د رسنیو کمېسیون شورا د رسنیو ټولنیز مسوولیت لپاره یو شمېر مسوولیتونه په ګوته کړي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱ – د رسنیو لپاره د اصولو او مقرراتو برابرول؛

۲ – د ژورنالېزم معیار ته وده ورکول؛

۳ – د ژورنالېزم او ژورنالېسټانو خوندي کول؛

۴ – نیوکې او له اصولو څخه د سرغړونې پر مهال سزا ورکول.

 

په دې تیوري کې:

۱ – هر وګړی د رسنیو په اړه یو څه ویلی او خپل نظر شریکولی شي؛

۲ – د ټولنې نظرونه، د رسنیو د کارکوونکو عمل او مسلکي اخلاق اړین دي؛

۳ – د خصوصي حقونو او ټولنیزو ګټو پېژندل ځانګړی حیثیت لري؛

۴ – خصوصي رسنۍ ښايي ښه عامه خدمات وړاندې کړي، خو په دې برخه کې حکومت هم باید خلکو ته دا ډاډ ورکړي چې  رسنۍ ورته غوره رسنیز خدمات برابروي؛

۵ – رسنۍ باید ټولنیز مسوولیت ته پاملرنه وکړي، خو که داسې نه‌کوي، حکومت او نورې ادارې باید دا کار وکړي.

 

 د ټولنیز مسوولیت تیوري عمده ځانګړنې

  • د خصوصي رسنۍ ملکیت

رسنۍ باید خصوصي ملکیت وي. حکومت د رسنیو ملکیت نه ګڼل کېږي. د خصوصي رسنیو څښتنان باید د اخلاقي لارښوونو او مسوولانه لارو په نظر کې نیولو سره خپرونې وکړي.

  • د ولسواکۍ په بریا کې مرسته کول

رسنۍ د ولسواکۍ په بریا کې مرسته کوي او د مطلقه اقتدار او کمونېزم د پرمختګ په مخنیوي کې مرستندویه ثابتې شوي.

  • رسنۍ د ډيموکراټیک انسټېټیوټ په توګه

رسنۍ د حکومت یوه برخه ګڼل کېږي، خو په خپله باید کار وکړي. د دې خپلواکي لري چې هر څه وکړي، خو د دې اجازه نه‌لري چې له اخلاقي معیارونو څخه سرغړونه وکړي.

  • عامه ګډون

عام وګړي باید د رسنیو په ټولو چارو کې تبصرې او نظرونه وړاندې کړي، لیکل وکړي او په دې برخه کې ځانونه ښکېل کړي.

  • پر ټولنیز مسوولیت ټینګار

رسنۍ باید ټولنې ته مسوولې واوسي. په دې مانا، هغه څه چې د ټولنې لپاره ګټور تمامېږي، هماغه ډول باید پېښو ته پوښښ ورکړي او په دې برخه کې خپل ټولنیز مسوولیت ادا کړي.

  • په رسنیو کې ځاني اصول

رسنۍ باید د اخلاقي مسوولیت له مخې، د ځان لپاره ځینې پولې هم ولري. دغه قوانین باید د رسنیو د ټولو مسلکي کسانو له لوري عملي شي.

  • د اخلاقو قوانین

د رسنیو ټولې ادارې باید د اخلاقو لیکلي او شفاهي قوانین ولري او عملي کول یې د ټولو لپاره اړین وګڼل شي.

  • مسلکي معیارونه

د خپرونو کیفیت باید په نظر کې ونیول شي، د معلوماتو له ناسم تفسیر څخه باید ډډه وشي.

  • پر حکومت نیوکه کولو کې د رسنیو رول

رسنۍ حق لري چې د حکومت پر قوانینو، چارو او سیاست نیوکه وکړي، خو دا چاره باید په حکومت کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه وشي، نه دا چې د حکومت د تخریب لامل شي.

  • د ټولنیزو ستونزو له منځه وړلو سره مرسته کول

رسنۍ باید د ټولنیزو ستونزو پر خلاف خبرې وکړي او خلکو ته د دې ستونزو په اړه عامه پوهاوی ورکړي؛ ځکه دا د رسنیو مسوولیت ګڼل کېږي چې د ټولنې د غوره‌والي لپاره کار وکړي.

  • عامه رسنۍ

رسنۍ باید د بېلابېلو ډلو خلکو په اړه خپرونې وکړي، نه یوازې د یوه ځانګړي ګروپ په اړه. رسنۍ باید ناپېیلې او بې‌طرفه وي.

  • ټولنیزې ګټې

رسنۍ باید د ټولنې لپاره کار وکړي او یوازې هغه څه سر ته ورسوي چې د ټولنې لپاره یې ګټه رسېږي. داسې مبهم او ګونګ موضوعات خپاره نه‌کړي چې په ټولنه کې د جګړې لامل ګرځي.

 

د ټولنیز مسوولیت تیوري ځینې بېلګې

د روغتیا اړوند خبرونه باید په رسنیو کې داسې خپاره شي چې رسنۍ د ټولنیز مسوولیت ته ځان مکلف وګڼي. رسنۍ باید د روغتیايي ستونزو په اړه معلومات او عامه پوهاوی ورکړي؛ لکه اوس‌ د کورونا یا کووېډ-۱۹ وایروس د ستونزو او درملنې په اړه د خلکو لپاره معلومات خپاره کړي، خو دا معلومات باید داسې وړاندې شي چې رسنۍ په‌کې ځان د ټولنې د خلکو لپاره مسوول وګڼي. رسنۍ باید د ناورین او روغتیايي ګواښونو په اړه معلومات ورکړي. په داسې حالاتو کې باید مسوولانه چلن وکړي او د ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

د جګړې پر مهال د رسنیو ټولنیز مسوولیت خورا ډېر وي؛ ځکه په دې مهال کې د رسنیو له لوري د یوه ناسم خبر خپرول ټولنې ته د ستر زیان اړولو لامل کېږي. باید په داسې حالاتو کې رسنۍ مسوولانه چلن او تر وروستي بریده مسلکيتوب په پام کې ونیسي.

ځینې وخت د اعلانونو پر مهال د رسنیو له لوري ناسم معلومات خپرېږي چې په ټولنه کې د خلکو د تباهۍ لامل ګرځي. د ټولنیز مسوولیت تیوري له مخې، د خطرناکو توکو، لکه د سېګرټو او الکولي څښاکو د خبرتیاوو خپرول ناسم کار دی او رسنۍ باید په دې برخه کې خپل ټولنیز مسوولیت په پام کې ونیسي.

د حکومتي بنسټونو له لوري فساد او تېري کولو راپور ورکول او پر حکومت نیوکې د رسنیو ټولنیز مسوولیت ګڼل کېږي، خو دا چاره باید په حکومت کې د سمون او اصلاح راوستلو په موخه وشي، نه دا چې خپلې شخصي ګټې او یا د بل چا ګټې په‌کې په نظر کې ونیول شي. د یادونې وړ ده چې ځینې رسنۍ د ځینو سیاستوالو او سیاسي ګوندونو حیثیت ته د زیان رسولو په موخه نامسلکي چلن کوي چې دا چاره په ټولنه کې د شخړې لامل ګرځي.

 

د ټولنیز مسوولیت تیوري د قوت ټکي

  • د جګړې او مخالفت پر مهال د شخړو مخنیوی کوي؛
  • عامه نظرونو ته احترام لري او د خلکو لپاره کار کوي؛
  • رسنۍ منحصرې نه وي، خو خپل اخلاق او اصول لري؛
  • رسنۍ خپلو اصولو او مقرراتو ته په کتو حقایق خپروي؛
  • ژېړ ژورنالېزم ورسره کمېږي؛ ځکه د خلکو له لوري د رسنیو قانون په چوکاټ کې پوښتنه کېږي؛
  • د خبر خپرولو په وخت کې د ټولو خلکو نظرونه را اخیستل کېږي. هېڅوک او هېڅ اړخ ترې نه پاتې کېږي؛
  • د هغو خلکو چې غږونه یې خپ شوي او له پامه غورځول شوي، د هغوی غږونه راپورته او پاملرنه ورته کېږي.

دا چې هره تیوري ځینې کمزوري ټکي هم لري؛ نو نیوکې پرې کېږي. د ټولنیز مسوولیت تیوري ځینې کمزوري ټکي په لاندې ډول دي:

د ټولنیز مسوولیت تیوري د کمزورتیا ټکي

  • اخلاق تل روښانه نه‌وي؛ ځکه اخلاق په بېلابېلو حالاتو کې بېلابېل وي؛
  • دا ډېره ستونزمنه ده چې څوک روښانه اصول او معیارونه جوړوي؛
  • ټولنیز مسوولیت او اخلاق د اخلاقو له مخې اجباري اعمال دي. هر ډول قانوني محدودیتونه باید پر رسنیو تحمیل نه‌شي. که رسنۍ د ټولنیزو اصولو لپاره کار کوي، قوانین مقتدره دي، خو ډيموکراټیک مفاهیم نه‌دي.

سرچینې

PETERSON, T., SIEBERT, F., & SCHRAMM, W. (1984). THE SOCIAL RESPONSIBILITY THEORY OF THE PRESS. In Four Theories of the Press: The Authoritarian, Libertarian, Social Responsibility, and Soviet Communist Concepts of What the Press Should Be and Do (pp. 73-104). Urbana; Chicago: University of Illinois Press.

“Social Responsibility and Ethics,” https://www.pachamama.org/social-justice/social-responsibility-and-ethics

Shraddha Bajracharya, "Social Responsibility Theory," in Businesstopia, January 6, 2018, https://www.businesstopia.net/mass-communication/social-responsibility-theory.

Four Theories of the Press

All About Theories for Communication. “Social Responsibility Theory,” https://www.communicationtheory.org/social-responsibility-theory/ .

 


[1] - Pachamama

[2] - Communication Theory

[3] - PETERSON, SIEBERT, & SCHRAMM (1984). Four Theories of the Press.

[4] - Commission on Freedom of the Press

[5] - Business Topia

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې