د اجمل احمدي بانک؛ په افغانستان بانک کې تر دې وروسته پښتو نه چلېږي
د اجمل احمدي په مشري د افغانستان بانک د حقوقي چارو امريت خپلو ټولو څانګو ته ليکلی مکتوب لېږلی چې راپورونه او ګزارشونه دې يوازې په دري او انګلېسي ژبو ليکي او ځينې سرچينې وايي، په شفاهي توګه يې بيا ويلي چې پښتو نوره نه چلېږي.
د دغه مکتوب يوه کاپي سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلې چې پکې ليکل شوي دي چې د دوه زره شلم کال د جينوا کنفراس د پرېکړو د عملي کولو لپاره د بانک پلانونه او سندونه بايد په درې او انګلېسي ژبو د دغه بانک د حقوقي چارو امريت ته ولېږي.
په دغه مکتوب کې چې د وجهې تېموري په نامه کومې سرپرستې ښځې ورباندې امضا کړې، ليکل شوي دي چې، "در فارمت دری و انګلیسي درج نموده..."
د افغانستان اساسي قانون پښتو او دري د افغانستان ملي ژبې بللې دي او امر يې کړی دی چې په ادارو کې دې د دواړو ژبو توازن ته احترام وکړل شي.
پر اجمل احمدي دا تور هم پورې دی چې په بانک کې يې د پښتنو بېخ ايستی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه