د ايران د انقلاب پاسداران وايي، هزاره افغانان دې د طالبانو پر ضد جنګ نه کوي
د ايران سپاه پاسداران انقلاب پر افغان شيعه هزاره افغانانو غږ کړی دی چې له طالبانو سره دې جنګ نه کوي او د دغو ترهګرو پر ضد دې وسله نه پورته کوي.
د ايران د پاسداران انقلاب رسنۍ تسنيم د بهرنيو چارو د څانګې مشر حسام رضوي د ايران دولتي ټلوېزيون ته ويلي دي چې طالبانو نه پخوا هزاره او شيعه افغانان وژلي دي او نه هم مناسبه ده چې هزاره افغانان اوس د طالبانو پر ضد وسله پورته کړي.
ده ويلي دي، که هزاره افغانان د طالبانو پر ضد جنګېږي، په دغه جنګ کې به هزاره او شيعه افغانان وژل کېږي چې مسووليت به يې د طالبانو پر غاړه نه، بلکې د هزاره افغانانو د قبيلې په غاړه وي.
تر دې وړاندې د ايران کيهان ورځپاڼې هم يو مطلب خپور کړی و چې پکې ويلي يې و، "طالبان اوس بدل شوي او تر دې وروسته قاتلان نه بلل کېږي."
حسام رضوي د ايران له دولتي ټلوېزيون سره په خپله مرکه کې ويلي دي چې په افغانستان کې دننه ځينې کړۍ او سړي اوس هڅه کوي هزاره او شيعه افغانان وهڅوي چې د طالبانو پر ضد جګړه وکړي.
دی وايي، دغه کسان کله هزاره افغانانو ته وايي چې ستاسې نسل وژنه طالبان کوي او کله بيا ورته وايي چې طالبان مو پر ښوونځيو بريدونه کوي او ژوندي مو نه پرېږدي، ځکه يې نو بايد پر ضد ودرېږئ.
دی وايي، دغه څرګندونې د دښمنانو دي او دی هزاره افغانانو ته د هغوی د يوه خواخوږي په توګه وايي چې له طالبانو سره دې جنګ نه کوي، که يې اوس هم کوي، نو وسلې دې ورته پر ځمکه کېږدي او ورسره يو ځای دې شي.
رضوي ويلي دي چې امريکا او د افغانستان حکومت په لوی لاس غواړي چې هزاره افغانان په طالبانو ووژني، ځکه نو بايد هزاره افغانان د دې پر ځای چې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړي، بايد د حکومت او امريکا پر ضد ودرېږي.
دی وايي، طالبان پر شيعه او هزاره افغانانو کار نه لري او تر دې وړاندې يې هم نه دي وژلي.
ده په خپله مرکه کې يو وار بيا ټينګار کړی دی چې هزارهګان دې د طالب پر ضد له خپل حکومت سره نه درېږي، له حکومته دې لاره بېله کړي او له طالبانو سره دې يو ځای شي.
تر اوسه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره د ايران د دغې او مخکېنيو خواخوږيو او ملاتړ په اړه څه نه دي ويلي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه