په پغمان کې هم د برېښنا دوه ستنې چپه کړل شوې
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، يو چا د کابل په پغمان ولسوالي کې د برېښنا دوه ستنې په بمونو چپه کړې دي.
برېښنا شرکت وايي، د دغو ستنو د چپه کېدو له امله پر ميدان وردګو، غزني، ننګرهار او پکتيا برېښنا پارچاوه شوې ده.
په افغانستان کې له څه مودې راهيسې د برېښنا د ستنو د چپه کېدو لړۍ روانه ده چې له امله يې نيم هېواد په تيارو کې ډوب دی.
تېره ورځ په پروان کې هم يوه ستن چپه کړل شوې چې له امله يې تر اوسه د کابل برېښنا نه ده جوړه شوې.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه