د کرونا قرنطين دوه اوونۍ نور وغځول شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د تخنیکي غونډې د پرېکړې په اساس يې، د کورونا د کنټرول او مخنیوي په وقایوي تدابیرو کې لګول شوی قرنطين دوه اووني نور وغځاوه.
له دغه وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې هغه قرنطین چې د ٢٢/٣/١٤٠٠ نېټې څخه د دوه اونیو لپاره وضع شوی و، د ١٨/٤/١٤٠٠ نېټې پورې د دوو اوونیو لپاره وغځول شو.
0 نظرونه