کرونا نن ۲۲۰۲ تنه افغانان نيولي دي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا له پرون راهیسې په افغانستان کې دوه زره، دوه سوه او دوه تنه نيولي او دراويا تنه يې وژلي دي.
دغه وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې له دغو نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر يو لک او اووه زره، نهه سوه او اووه پنځوس تنه ته پورته شوی دی.
په دې سربېره، تر اوسه پورې له دغه وايرس څخه په هېواد کې د مړو شويو کسانو شمېر څلور زره، درې سوه او شپږ شپېته ته رسېدلی دی.
دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې ډېر لوړ وي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وژغورئ.
0 نظرونه