په شولګر کې هوايي ځواک پر طالبانو خونړی بمبار کړی
د بلخ له شولګرې ولسوالي څخه په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې هلته د هېواد هوايي ځواک د طالبانو پر يوه غونډه بمبار کړی چې پکې يې لسګونه تنه وسلهوال وژلي دي.
په وژل شويو وسلهوالو کې د طالبانو له خوا د سړکونو د ويجاړولو او ماينونو جوړولو مسوول قاري امين هم شامل دی.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې خلکو ويلي دي چې بمبار د شولګرې په پل برق کلي کې شوی دی.
په دې سربېره، په بمبار کې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د عشر ټولولو مسوول قاري ملوک او د دوی يو بل قوماندان ملا ضيا الحق بريالی هم شامل دي.
دوی په شولګره کې غونډه درلوده چې امادګي ونيسي او بيا د بلخ کشنده ته په بلوسه لاړ شي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه