د کندوز والي د کورنيو چارو وزير شو
ارګ وايي، د جمهوري ریاست مقام د حکمونو پر اساس، ستر جنرال بسم الله خان محمدي د ملي دفاع وزارت سرپرست، جنرال عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت او حیات الله حیات د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ټاکل شوي دي.
ارګ وايي، د دې حکمونو پر اساس، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت موظف شوی چې ملي شورا ته دې د یادو سرپرست وزیرانو د معرفي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
سرچينه وايي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس، ښاغلی پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په پراختیايي او زیربنایي چارو کې د جمهور ريیس ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.
لومړی ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه