کرونا په افغانستان کې له کنټروله ووته
سره مياشت او سور صليب وايي، په افغانستان کې د کرونا وايرس له واکه وتلی او په روغتونونو کې نور نه د کرونا ناروغانو ته ځای پاتې دی او نه ورپسې اکسېجن رسېږي.
دغو دواړو ادارو په يوه راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په وروستۍ مياشت کې د کرونا نيونې دوه زره او څلور سوه فيصده زياتې شوې دي او په دې توګه دغه وايرس له کنټروله ووت.
د سرې مياشتې مشره نيلاب مبارز وايي، د کرونا له پلوه د افغانستان وضعيت بحراني شوی او په روغتونونو کې نور ناروغانو ته بستر نه دی پاتې.
دا وايي، حتا حالت داسې دی چې روغتونونه اوس د کرونا ناروغان له دروازو ځوابوي او روغتون ته يې نه پرېږدي.
د سرې مياشتې او سره صليب په راپور کې ويل شوي دي چې د افغانستان د نفوس يوازې صفر اعشاريه پنځه فيصده ته واکسين رسېدلی او د دومره زياتو کسانو له واکسين څخه پاتې کېدو هم حالت لا خراب کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ورکول شويو شمېرو په اساس، وړمه ورځ په هېواد کې کرونا د مرګونو او نيونو تر ټولو لوړ ريکارډ جوړ کړی و او دغه شمېرې لا هم مخ په بره روانې دي.
لومړی ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه